املي یا هندي خورما ګټې پېژنئ !

د خوراک خوند برابرول د هر کور ضرورت دی.

د هند د حیدرآباد خواړه د املي نه بغیر نمګړي وي.

که خوراک وي که چاټ او که چکني وغیرہ د کورني خوړو ته یو ژوند وربښي د خوړو د ذایقې سره سره دغه طبعي بي شمیره ګټې هم لري بلکه یوه دوا ده.

ویټامین سي ،ویټامین بي،کیلشیم،فاسفورس،آئرن ،پوتاشیم ،میګینز او د غذائي فائبر یوه خزانه ده.

په املي کې موجوده غذا له خپل ځان سره انسان ته یو مکمل صحت ور بښي. او په ټوله نړۍ کې مشهور ده. په املي کې موجود مواد د انسان دفاعي سیستم قوي کوي او له ډیرو مضرو مرضو یې ساتي.

داسي خو که ګرمې وي او که یخ په هر موسم کې ګټه ځیني اخیستلې شي.

اوس کله چې تاسې د املي له ګټو خبر شئ لا به یی ډیره استعمال کړی.

املي د هضمې د استعمال لپاره ډیره ګټوره ده.

قبضیت، د نس ګیس، د معدې درد، د معدې جوش کموي ، او معده ته طاقت ورکوي.

د وزن په کموالي کې ډیر ښه رول لوبوي. لوږه کموي او غوړو ته اجازه نه ورکوي چې په خیټه کې ځای ونیسي.

د وزن د کموالې لپاره زیات خلک د املي شربت هم استعمالوي. د انسان د جسم د فولادو د کمې مخنیوی کوي.

د فولادو د کمې له وجې سر درد، نس درد،ستړیا،او د پښو دردونه او د مکمل جسم درد شامل وي.

د شکر غوندې د مضر مرض یوه اسانه درملنه ده.

کاربورایټ.له بوری نه غوړ جوړوي او د شکر د مرض لامل ګرځي. د انسان د وینې فشار کله لوړ او کله ټیټ وي هغه هم کنټرولوي. املي د انسان یو دفاعي سیستم ده انسان له قسم قسم مرضو نه ژغوري.

د امیدوارې په وخت کې ځیني میرمنې خاوره خوري د هغو لپاره ډیره ګټوره ده او د هغی شېدې هم ورسره اضافه کیږي.

په خاصه توګه د عصابو مریضان خو دی روزانه وخوري.

ځکه چې د انسان د مغزو لپاره ډیره ګټوره ده.

کاپي…