انار هډوکي کلکوي

دا چې انار د هډوکو په پیاوړتیا کې څومره ونډه لري، په اړه یې په ۲۰۱۳ ز کال کې څېړنه شوې ده. د څېړنو پایلو ښودلې چې انار د هډوکو د پیاوړتیا لپاره فوق العاده مهم دي او نه پرېږدي چې هډوکي پوده او وراسته شي. له دې ټولو سره سره، انار د زړه د روغتیا لپاره تر ټولو ګټوره مېوه ده.

انار په خپل ترکیب کې غوړ او کالوري نه لري، خو په یوه زیاته اندازه پوتاشیم او ويټامین سي لري. هغه انتي اکسیدان چې انار یې لري، په ښه ډول په وینه کې د کلسټرول پر وړاندې مبارزه کوي. د انارو بله ښېګڼه دا ده چې په بدن کې مړه شوي او تخریب شوي سلولونه له سره رغوي.

د انتي اکسیدان دنده په وینه کې دا ده چې اضافي کلسټرول له منځه وړي، د ازادو راډیکالونو پر وړاندې مبارزه کوي، نه پرېږدي چې وینه لخته شي، کله چې وینه لخته نه شي، په رګونو کې په اسانۍ جریان پیدا کوي. انار اسهال کابو کوي، وزن کموي، د وینې د لوړ فشار مخه نیسي او په ټوله کې یې خوراک انسان ته روحي سکون ور بښي. هغه کسان چې په منظم ډول مېوه خوري، د نورو په پرتله یې عمر اوږد، پوست یې ښکلی او خوشاله اروا لري.

ح- حمیدي