اوریجنل سام سینګ موبایل څنګه معلوم کړو؟

لیکوال: میرخان

که د ځیرکو موبایلونو خبره کوو، نو دا خبره ښایي غلطه نه وي چې ووایو، د نړۍ ډېر خلک د سام سینګ کمپنۍ تولیدات خوښوي، خو زموږ یو زیات شمېر خلک داسې دي چې خپلې زرګونه پیسې په جعلي موبایل اخیستلو لګوي.

د ځینو موبایلونو څیره د سام سنګ وي، خو په اصل هغه د جنوبي کوریا د سام سینګ کمپنۍ تولید نه وی. که چېرې راتلونکې کې د سام سینګ موبایل اخیستو پر مهال ځان له دوکې ژغورل غواړئ، نو لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ.

لومړی: ډسپلی

د سام سینګ زیاتره موبایلونو کې د AMOLED ډسپلی (ښودنه) ورکړي وی او دا د اصلي او جعلي ځیرک موبایل تر منځ توپیر مالوموي. په اصلي سام سینګ موبایل کې ډسپلی ( د موبایل د لګولو پر مهال) روښانه تور رنګ لري، خو جعلي بیا خړ، اسماني یا هم نصواري رنګه ډسپلی ورکوي.

دویم: ځانګړی کوډ

خپل ځیرک موبایل کې دغه *#7353# داخل کړئ. د دې په داخلولو سره به تاسو ته یوه مینیو راشي چې په واسطه تاسو کولای شئ، د خپل موبایل سکرین، لوډ سپیکر او نور شیان پرې پرې چېک کړئ.

دریم: ایی ډي کتل

ستاسو د موبایل د بطرۍ لاندې ستاسو د موبایل کوډ، ای اي ایم ای او سیریل نمبر شتون لري. تاسو د *#06# کوډ په داخلولو سره کولای شئ چې د خپل موبایل په سکرین د خپل موبایل ای اي ايم ای کوډ او سیریل نمبر وګورئ. دغه طریقه په ځینو موبایلونو کې کار کوی.