اور ته لاسونه ډير مه نږدي کوئ

په عادي حالت کې د انسان د وجود دتودوخې درجه د سانتي ګريډ په کچه ( ٣٧ ) ته رسېږي. که چېري دغه تودوخه يوه درجه هم لوړه شي نو پر وجود تبه راځي اوکه يوه درجه ټيټه شي نو وجود رېږدي.
د انسان وجود په سلو کې (٧٠) له اوبوڅخه جوړ دی چې دغه اوبه د يخ وهلوپرمهال يخ وهي اود وينې جريان بندېږي. يخ وهل هم څوپړاونه او هر پړاو يې ځانته نښې نښانې لري. په لومړي پړاوکې يوازي دانسان د پوستکې مخ يخ وهي. په دوهم پړاو کې يخني د پوستکې لاندينۍ برخې ته لار مومي او په درېيم پړاوکې د يخ اغېزې لا پسې ډېرېږي.
هغه کسان چې په سړو سيموکې سفر کوي، بايد تر مخه ځانونه يوڅه له سړو سره عادت کړي.” که چېري دلاسونو اوپښو ګوتې يخ يوسي، کېدای شي خپله شخص ورباندې پوه نه شي، ځکه چې دغه کار په ارامۍ او بې له کومه درده کېږي خوکه چېري يخني تر پوست لاندې وي نو پوست سپين اوړي، درد پيداکوي، پړسېږي او تڼاکي کېږي .خوکه يخني لاندينيو برخوته لار ومومي، په دې حالت کې پوستکی جلاکېږي او امکان لري چې يخني يي حجرې مړې او غړی بيخي له منځه ځي. ځينې خلک چې د وجود کوم غړی، لکه لاس اويا پښه يې يخ ووهي نو سم دلاسه اور بلوي اويخ وهلی غړی ورباندې تودوي چې، دغه کار خطرناک دی.لومړی بايد اغېزمن شوی سړی داسې يوه ځا ی ته يووړل شي چې هوايی توده او باد په کې و نه لګېږي.بيادي جرابې دسکشې او داسې نور ورڅخه ليري شي. وروسته دې اغېزمن شوی غړی له ( ٢٠ ) څخه تر ( ٤٠ ) دقيقو پورې په تړمو اوبوکې کېښودل شي.د يخ سوځولو پر مهال په بدن کې د وينې جريان ورو کيږي او عصبي رشتې له مينځه وړي.دا کار له لاسه تللې تودوخه بيرته اخلي. په عادي حالت کې دماشومانواو لويانو د وجود تودوخه سره برابره ده،خودماشومانو د وجود مقاومت ټيټ او يخني ژر اغېز ورباندې کوي. هغه کسان چې په سړو سيموکې سفر کوي، بايد تر مخه ځانونه يوڅه له سړو سره عادت کړي. مثلاً خپل مخ او لاسونه دي تل په سړو اوبو مينځي.کله چې له کوره دباندې وزي، خپل لاسونه دي په جيب کې نه منډي اوخپلې ګوتې دي تل ښوروي، دسفر پرمهال دي دې ټکيو ته پام وکړي:له سګرېټواوشرابودي ډډه وکړي، همداراز دي غاړه توده وساتي، ځکه هغه عصبي رشتې چې د لاسونو رګونه کنترولوي، په غاړه کې تېرې شوي دي. اوبلن اوقوي خواړه دي وخوري خو بايد پام وکړو چې اغېزمن شوی غړی نېغ په نيغه اور يا حرارت ته ونه نيسو، بلکې په تدريج سره يې تود کړو.