اوس دې نو کاڼه هم خپه کېږي

ګوګل په انډرایډ ځیرک موبایل کې د کڼو او یا هغه کسانو لپاره چې د اورېدو حس يې کم وي دوه نوي پوسټکالي یا اپلېکېشنونه وړاندې کړل.

ګوګل دا پوسټکالي« ive Transcribe Lاو Sound Amplifier» په نوم یاد کړي چې کاڼه کسان ترې د اورېدو لپاره ښه ګټه اخيستلای شي.

د Live Transcribe پوسټکالي د انټرنېټ په وسېله له ځنډ پرته د مقابل لوري غږ په تورو اړوي او کاروونکي کولای شي دا متن چې روښانه د موبایل پر ښیښه ولولي او اوس‌ مهال په ۷۰ ژبو خدمات وړاندې کوي.

د Live Transcribe اپلېکېشن دومره ځیرک دی چې ان د خبرو پر مهال کامې، ټکي او نورو مهمو کليماتو ته پاملرنه کوي او هر کله چې غږ واوري موبایل لړزېږي او کاروونکی خبرېږي چې نور څوک ورسره خبرې کوي.

خو د Sound Amplifier اپلېکېشن بیا له هغه بل سره لږ توپیر لري، ځکه دا اپلېکېشن غږ ثبتوي او د غوږۍ له لارې اورېدل کېږي او د هغه کس لپاره ډېر ښه پوسټکالی دی چې په غوږو دروند وي.

سرخط ورځپاڼه