اول پام و فکر او بیا خبرې؛ څو ګټورې کرښې

مریم صدیقي

ځینې خبرې سپکې خو مانا یې درنه ده. نو ځکه هر انسان تل باید خپل خبرو ته پام وکړي.

ځینې خبرې شته، شاید په یوه کلمه کې خلاصه شي، خو ډېر درانه وي او همداسې درد یې هم ډېر وي لکه زخم د چا په زړه پاتیږي!

تل دا ډول خبرو ته باید پام وکړو، ځکه کله چې وویل شي یوازې د بخښلو وړ وي، خو هیڅکله نه هېریږي. دا باید په یاد ولرو کله چې یوه خبر وکړو تر ډېره وخته زموږ په ذهن او ځان کې وي، په کلونو کلونو زموږ خاطراتو کې ځای نیسي، نو همدې لپاره باید کله چې خبر کوو لومړۍ ورته پام وکړو ځکه داسې وخت رسیږي چې بیا نشو کولای هغه جبران کړو.

کله کله فکر مو نه وي یوه خبر کوو بیا همداسې پرېږدي خو کېدای شي چې د ځینو پام وي دوی به په هغه ډول سم قضاوت ونکړي او یا هم بل برداشت به وکړي.

یوه کلمه په یوه ثانیه کې هر څه خرابولی شي، خپل د ژوند د هغه یوه ثانیو ته باید پام وکړو ځکه د ځینو خبرو ځای تل زموږ په زړه کې پاتیږي.

 

کومې خبرې چې موږ خفه کوي هغه هیڅکله نشو هېرولای.

کله چې د انسان څخه یو عکس العمل څرګند شي هغه هیڅکله نه هېریږي، او دا عکس العمل یوازې خپل د ځان سپک کېدو سبب کیږي بل هیڅ ګټه نلري. همداسې نور زیانونه لري، قدر مو کمیږي، درناوۍ راته نه کوي، زموږ پر وړاندې بې پروا کیږي او زموږ څخه لري والی غوره کوي.

 

نو تل باید په هر حالت ځان کنټرول کړو ترڅو زموږ د خبرو او چلند له امله څوک خفه نشي.