اووه هغه خوراکي مواد چې د هوش ضریب مو لوړوي

څرنګه چې سالم او قوي خوراکونه مو بدن څخه ساتنه کوي، نو کله مو د ماغزو د سالمې ساتنې په اړه فکر کړی؟ هو ځینې خوراکونه شته چې د مغزو د هوش ضریب مو لوړولای شي، په دې لیکنه کې اووه هغه خوراکونه درپېژنو چې کولای شي د مغزو د هوش ضریب مو لوړ کړي.
لومړی ـ د کبانو غوښه:
د کبانو غوښه د امګا3 غوړ اسیدونو او کولین (د حافظې او مغزو ساتندوی) ستره منبع ده، د امګا3 غوړ اسیدونه د زړه، رګونو په ساتنه کې مرسته کوي د بدن التهابونه له منځه وړي او همدارنګه د مغزو فعالیت سره مرسته کوي.

دویم ـ میوې او ډول ډول ترکاري:
په دغو خوراکې موادو کې موجود انټي اکسیډانونه د بدن ازاد راډیکالونه له منځه وړي، التهابونه له منځه وړي، په مغزو کې منځ ته راغلي التهابونه د الزایمر، د عقل زوال، پارکینسون او همدارنګه د خفګان د ناروغیو سبب کېږي.
درېیم ـ ککوي چاکلیټ:
سربیره په دې چې ککاو چاکلیټ کې انرژي او د انډروفین مواد شتون لري چې د خوښي احساس ورکوي بلکه یو اندازه کافین هم لري چې اعصاب مو فعال او متمرکز ساتي او همدارنګه چاکلیټ فلاونویډونه لري چې د مغزو فعالیتونه نورمال او منظم ساتي.

څلورم ـ کورکمن:
په دې هر درمله بوټي څېړنو ثابته کړې چې د ارتروز التهابونو څخه د کولمو تر ناروغیو درمله کوي، همدارنګه د یادونې وړ ده چې د ماغزو د حافظې په مالیکولونو هم مثبت تاثیر لري.
پنځم ـ نخود:
نخود ډول ډول مغزي مواد لري چې د ماغزو روغتیا ته ګټه لري، نخود پیچلي کاربوهایدریت لري چې د ماغزو اصلي غذایي ماده ده، همدارنګه نخود د منیزیم ستره منبع ده چې د وینې رګونه خلاص ساتي تر څو ماغزو ت په کافي اندازه وینه ورسېږي.
شپږم ـ د ویټامین C لرونکي خوراکي مواد:
مالټې، لیمو، توت او داسې نور د Cویټامین سترې منبع ګانې دي، په بدن کې د C ویټامین  سطحې نورمال ساتل کولای شي ماغزه د حافظې له زوال او الزایمر مخنیوی وکړي.

اووم ـ پاڼې لرونکي سبزیجات:
څېړنو ثابته کړې شنې پاڼې ترکاري په زیاته پیمانه د K ویټامین لري چې کولای شي د الزایمر ناروغي مخنیوی وکړي.