ايا د سترګو مښل ضرر لري؟

ايا تل مو سترګې مښٸ؟ ممکن له ځان سره فکر وکړٸ چې د سترګو مښل کوم زيانونه لرلاى شي؟ بايد ووايو چې د دې کار سره، په لوى لاس د “کراتوکونوس يا د قرنيې قوس” ناروغي سترګو ته بللې ده. د دې ناروغۍ په دوامدار ډول سره د سترګو روښانه پرده لويوي او د نه درملنې په صورت کې د بشپړ ړوندوالي سره مخ کېداى شٸ.

ايا په دې وروستيو کې ستاسې د عينکو شمېره په چټکۍ بدلون کړى؟ ايا د عينکو سره روښانه نشٸ ليدلاى؟ که ستاسې ځواب مثبت دى، ممکن ستاسې د ستونزې لامل د کراتوکونوس ناروغي وي چې معمولا دواړه سترګې زيانمنوي. کراتوکونوس يو ډول ناروغي ده چې د سترګو د بهرنۍ پردې د نازکوالي سبب ګرځي. کراتوکونوس، چې د په بشپړ ډول د پاخه عمر وګړو کې انګېرل کېږي، د ٢٠ – ٤٠ کلنۍ ترمنځ عمر کې پرمختګ کوي او دا پرمختګ په ناروغانو کې چټکه ده.

د سترګو د خارښت څه ډول درملنه کېږي؟

که څه هم لاملونه يې څرګند او روښانه نه دي، خو انګېرل کېږي چې د سترګو سولېدل په ځوانانو کې د دغې ناروغۍ ښکارېدل د شديد حساسيت سبب کېږي. پر دې سربېره، په ځانګړې توګه د څخه اوږدمهاله کار اخيستنه، د پوستغالو څخه کراتوکونوس ناروغۍ سبب کېداى شي.

که د کراتوکونوس پرمختګ چې معمولا وروسته تشخيص کېږي، د شکايت د نشتون له امله توقف نشي، ممکن د د عينکو د نمرې کې د جدي زياتوالي، په پرمختللو حالتونو کې د قرنيې پيوند او د نه درملنې په صورت کې ړوندوالي سبب شي.

هغه ناروغان چې د ٢ درجو څخه لوړه استېګماتيسم لري او د عينکو سره د اصلاح وړ نه وي، بايد هر کال د زر پېژندنې لپاره د سترګو ماينات ترسره کړي.

هېڅکله د دغو نښو نښانو څخه مه غافله کېږٸ!

د کراتوکونوس، چې د دې سبب ګرځي ناروغ خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي، په منځنۍ توګه په هرو شپږو مياشتو کې د سترګو د نمبرې زياتېدل دي.” کله چې سترګو نمره معاينه کېږي، حتما د سترګو د قرنيې پېړوالى وڅېړٸ.”

د ليد تتوالى

د رڼا او خيره کوونکي وړانګو سره حساسيت

مستقيمې کرښې کږې يا موج لرونکي تر سترګو کېږي

د سترګو پړسوب او سوروالى

د سترګو د ليد شديد له منځه تلل، د استيګماتيسم له امله د ناروغۍ د زياتوالي په صورت کې، په موټر چلولو او د کتاب په لوستلو کې ستونزه.
درملنه د ناروغۍ د پړاوو په پام کې نيولو سره ټاکل کېږي.
د کراتوکونوس درملنه د پلان شوي پړاوو سره سمه کېږي. له همدې امله روغتياپال ته ورتګ او د ناروغۍ ډول معلومول، ډېر اړين دى.