اړینې روغتیایي مرستې -په خپله د ځان ډاکټر شئ!

لیکنه : ډاکټر شفیق‌الله میرکی

موږ ډېری وخت له ناروغیو وروسته فکر کوو چې ولې او د کومې نښې له څرګندېدو پرته په ناروغۍ اخته شو، حال دا چې روغ او جوړ وو.

دا فکر ناسم دی؛ ځکه ډېرې داسې نښې‌نښانې شته چې موږ یې معمولي ګڼو او خاصه پاملرنه ورته نه‌کوو، خو په حقیقت کې همدا علامې ښيي چې په بدن کې هر څه روغ او په نورمال حالت کې نه دي.

دلته څو داسې نښې در پېژنو چې له یوې سختې ناروغۍ مو ژغورلای شي:

۱ـ د اننګیو چاودېدل: د اننګیو د چاودېدلو یو لامل د هوا له حده زیات سوړوالی هم کېدای شي، خو ډېر کله له کونجونو د اننګیو چاودېدل په بدن کې د وېټامین بي۱۲ کموالی ښيي.

د دې وېټامین کموالی په بدن کې د ډېرو ناروغیو سبب کېدای شي؛ لکه د وینې کموالی. که موږ له وخته مخکې د دې وېټامین له کموالي نه خبر شو، کولای شو له ډېرو ناروغیو ځان وژغورو.

۲ـ د ونې (قد) لنډېدل: شاید دا خبره تاسې ته عجیبه وبریښي، خو د عمر له زیاتېدو سره سم د انسان قد هم لنډېږي، خو په چټکۍ سره د انسان د ونې لنډېدل ښيي چې تاسې د هډوکو په ناروغیو لکه اسټیوپوروسز یا د هډوکو د نرمېدو په ناروغۍ اخته یاست.

د هډوکو له ناروغیو نه مطلب دا دی چې د لوېدلو یا ښوېیدلو سره ستاسې هډوکي درز کولای او یا هم ماتېدلای شي، خو که مخکې له مخکې په‌دې اړه مالوماتو ولرو، کولای شو چې په خپلو خوړو کې بدلون راولو او له ډېرو بدو حالاتو څان وژغورو.

۳ـ د ډېرې یخنۍ احساس: که ډېره یخني مو کېږي، دا ښيي چې تاسې باید خپل د بدن دفاعې نظام تقویه کړئ او یا ستاسې د بدن دفاعې نظام په کومې ناروغۍ اخته دی.

دا په بدن کې د وېټامین سي کموالی او یا پر بدن د کوم ویروس د برید نښه ده چې تاسې به يي نه پېژنئ؛ نو په داسې حالت کې د وینې د یوه ټېسټ په وسیله ځان له ډېرو ناروغیو ژغورلای شئ او د خپلې روغتیا د لا غوره کېدو کوښښ کولای شئ.

۴ـ د تشو بولو ژېړوالی: دا ډېره اړینه ده چې تل د خپلو تشو بولو رنګ ته پام وکړئ؛ ځکه چې د تشو بولو رنګ زموږ د بدن د صحت تر ټولو غوره ښکارندوی دی.

که په بدن کې اوبه په مناسبه اندازه وي؛ نو د تشو بولو رنګ به هم شفاف وي، خو که د تشو بولو رنګ ډېر ژېړ وي، دا په پښتورګو کې د ناروغۍ ښکارندويي کوي او ښيي چې په پښتورګو کې موجود فاضله مواد په صحي توګه نه دفع کېږي.

۵ـ د پوستکي یا جلدي ناروغي: که مو پوستکی دوامداره خارښ یا دې ته ورته کومه بله مسله لري؛ نو دا ښيي چې تاسې له کوم څیز سره الرجي (حساسیت) لرئ او یا هم ستاسې بدن تاسې ته ویل غواړي چې تاسې تر ذهني فشار لاندې یاست او حالات باید له حده زیات جدي و نه نیسئ.

۶ـ له عادي خوبه محروموالی: که تاسو ته معلومه وي چې په نورماله اندازه خوب نه درځي او له بې‌خوبۍ نه کړېږئ؛ نو دا د جسمې او ذهني فشار نښه ده.

کله چې ویده کېږو، زموږ بدن د ذهني او جسمي فشار جوړوونکي هورمونونه چې کورټیسول نومېږي له منځه وړي، خو کله چې تر ذهني او جسمي فشار لاندې یو؛ نو داسې نه کېږي او د بې‌خوبۍ شکایت پیدا کېږي.

۷ـ له مناسب خوب سره ستړیا: که تاسې له مناسبې اندازې خوب سره بیا هم د ستړیا احساس کوئ، دا ستاسو د بدن په تایرایډ غده کې د کومې مسلې موجودیت ښيي.

د مېتابولېزم کنټرولوونکیو غدو کې د مسلې موجودیت نه مطلب دا دی چې ستاسې بدن له ضرورت پرته د بدن ټوله انرژي یوځای کاروي چې بیا به ستاسې بدن د ډېرو اسانو کارونو کولو توان هم نه‌لری.