ایا داسې حيوانات هم شته چې هیڅکله نه مړه کیږي؟

هو! دا ډول ژوندي مخلوقات شتون لري. ما د دوی ځینې عکسونه هم دلته راخیستي دي. او ځینو ته مې لاندې معلومات هم لیکلي دي، چې دوئ ولې او څنګه داسې کوي؟ موږ ټول دا نظر لرو چې مرګ هر ژوندي روح ته رسیږي، مګر په نړۍ کې ځینې داسې ژوندي موجودات هم شته دي چې د مرګ سره دوکه کول یې زده کړي دي.

1— جیلي ماهي کوم ته چې موږ توریټوپسیس ډوومئ Turritopsis doohmii هم وایو. دوئ په ځان کې دا کیفیت رامینځته کړی چې دوی د عمر ډیریدو پروسه بار بار تکرار کړي. که چیرې دا کله ناکله ناروغ یا ټپي شي، نو دوی شاوخوا دریو ورځو کې دننه خپلې حجرې بیرته ځوانو حجرو ته اړولئ شي او بیا له ځوانۍ څخه د بوډاتوب عمر ته سفر پیل کوي.

2— دا قهوه یي شمشتی د اوږد عمر لرلو لپاره شهرت لري. دوی تر پیړیو پیړیو ژوند کولائ شي او څیړونکي وايي چې د دوی غړي دومره ژر نه زړیږي. ځینې بیا وايي چې دوی د تل لپاره ژوند کولی شي که چیرې دوی د بل حیوان خوراک نشي یا ناروغه نشي.

3— دا د وړانګو باکتریا د مړینې وروسته د ژوندي کیدو ظرفیت لري، د خپلې ځانګړي DNA له امله، کوم چې پخپله ترمیم کیدی شي، چې له امله یې دا کولی شي خپل مرګ ته دوکه ورکړي.

4— دریایي ایږه یا Tardigrade کولی شي د زرګونه کلونو پورې ژوند وکړي او د ځینې مطالعاتو له مخې حتی د تل لپاره هم ژوندي پاتې کیدی شي. کله چې دوی خپل ځانونه په یو داسې چاپیریال کې کنګل کړي چیرې چې د دوی موټبالیزم پخپله د بیا تولید یا ترمیم مخه نیسي.

5— په پای کې فلیټ چینجي دوی د بیا ژوند پیل کولو وړتیا لرلو لپاره مشهور دي، دوی د دې وړتیا لري چې ځانونه په دوه برخو وویشي او له یو وجود څخه دوه وو برخو ته بدل شي، له کومه چې دوی د تل لپاره خپل مرګ غولولی شي!