ایا په زور واده کول روا دي؟

زه غواړم چی جبری ودونو په هکله پوه شم چی اسلام په دی اړه څه وايی؟
که چيری ممکنه وی په ساده انګلسی ژبه
والسلام
اسماعيل سهاک

ځواب:مولوي امين الله ازره وال

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

محترم وروره زمونږ په سايټ کې تر اوسه د انګليسي برخه نه ده فعال شوې چې کله د انګليسي برخه فعاله شوه انشاء الله بيا به په انګليسي ځواب درکړو.
په جبرې توګه ودونه کول داسلام له نظره نادرست کاراوډيرلوى ظلم دى که چيرې داکارچاوکړ داسلام له نظره ګناهګاردى ،واده بايد نارينه وي اوکه ښځينه په خپله خوښه اورضاء ترسره کړي ،ځکه په بالغ انسان باندې په داسې مواردوکې داسلام له نظره کوم زوراو جبرنشتهاوس که کومه ښځه په جبرې توګه څوک چاته ور واده کړي اوښځه بيا د نکاح په وخت کې ومني اوايجاب اوقبول وکړي يعني له زړه نه خوراضي نه وي خود مجبوريت په اساس خپل واک وکيل ته ورکړي اويا په خپله دنکاح عقدوکړي نونکاح يې درسته ده دا جدا خبره ده چې ددې ښځې وليانوظلم کړى دى اوګناهګاردياوکه چيرې دنکاح عقدهم پرې په زوره وکړي په زورترې اقرار واخلي اوايجاب اوقبول پرې په زوره وکړي نوهم دنکاح عقد درست دى يعني که وروسته ښځه پرې راضي شوه نونکاح يې نافذه ده اوکه چيرې ښځه وغواړي دقضاء په وړاندې داد زورعقد فسخ کړي کولاى شي چې فسخ يې کړي اوخپل ځان ترې خلاص کړي

اوکه چيرې هلک اوياجينۍ نابالغه وي اوياهم ليوني وي نوبيا ددوى اختيار ددوى دوليانواوسرپرستانو په لاس کې دې ،البته که کله هلک اوجينۍ بالغان شي نوبيا کولاى شي چې خپله نکاح فسخ کړي خوچې د ولي له پلارڅخه پرته بل څوک وي لکه ورور،تره وغيره.

والله واعلم