ایا چای څښکل مغز تقویه کوي؟

که څه هم په خلکو کې داسې باورونه شتون لري چې چای د ټولو ناروغیو لپاره درمان ده خو د دغه باورونه حمایت لپاره د مدارکو راوړل بیا اسان کار نه بریښي. که څه هم هیځ داسي سناد شتون نه لري چې دا خبره ثابته کړي خو ځېنې مطالعات بیا د چای او روغتیا تر منځ نږدې اړېکې ښایي. د بېلګې په ډول، یوې څېړنې خودلې چې په هغه ډیرو عمر لرونکو کسانو کې چې چای یې ډیر کاروه د حفګان علائم لږ لیدل کیډل.

د یوې بلې څېړنې پایلې داسې ښایي؛ چای په منظم ډول مصرفول د یاد فراموشي ستونزه لمنځه وړلای شي.

ځېنو څېړونکو د چای په خواصو څېړنه کړې او دې پایلې ته رسېدلي چې د تور چای څښکل د ځېرکتیا او هوښیارتیا لامل کیږي.

د سنګاپور ملي پوهنتون په خپلو نوې څېړنو کې بیا له متفاوتي زاویې خپلې څېړني کړي. دوئ د پېژندنې او رونشاسي له اړخه نه بلکې د د چای اړېکه یې له مغز سره څېړلې.

څېړونکې په ځانګړي ډول د(DMN) پر اتصال ټکې متمرکز شول. (DMN) د اتصال یوه لویه شبکه ده چې دمغز بېلابېلې برخې سره وصلوي.

که څه هم د (DMN) طیف کړنې په پوره ډول نه دې درک شوې . خو ځېنې پوهان وایي چې د مغز په زړښت کې رول لرلی شي.

د پوهانو په وینا، د هغو انسانانو مغز چې چای څښکي نو د مغز اړېکو رنډمونه یې دیر فعاله وي.

کیدای شي یو دلیل یې دا وي چې دا ډول خلک چې ډیر چای څښګي ټولنيز وي او له خپلې کورنۍ او ملګرو سره ډیر په اړیکه کې وي. نو په حقیقت کې دا ډول ټولنیز ژوند او مکالمه کول د کلنو په اوږدو کې د مغز شبکو بدلون لامل کېږي.

  سر چېنه : www.medicalnewstoday.com