بادرنګ

۱- بادرنګ ۹۶% اوبه لري او د تندې په مخنيوي کې مرسته کوي.

۲. د بدن د داخلي او خارجي تودوخې مخنيوی کوي.

۳. د زړه د اشناب يا Heartburn مخنيوی کوي.

۴. که چېري پوست لمر سوځلي وي د درملنې لپاره یي د بادرنګ څخه ګټه واخلئ.

۵. که چېري پښې ګرموالی کوي بادرنګ ورباندې کښيږدی حتماً به یي تداوي کېږي.

۶. د بادرنګ اوبه د بدن څخه زهري مواد يا Toxins ټولوي او خارجوي.

۷. بادرنګ د A, B, C ويټامينونه لري چې د معافيت په تقويه کې رول لري.

۸. د پوست د اړتيا وړ منرالونه لکه Magnesium, Potasium, Silicon لري چې د پوست په ښايست کې رول لري.

۹. د وزن په کمښت کې رول لري او د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

۱۰. که چې د بادرنګ ټوټي پر سترګو کيښودل شي نو د ليدلو د حس په تقويه کې مرسته کوي.

۱۱. د وينې فشار ثابت ساتي او منظموي.

۱۲. د خولې خوند سموي او د وريو د ځينو ناروغيو مخنيوی کوي.

۱۳. ويښتان او نوکان پستوي ځکه چې Silicon عنصر په کې شته.

۱۴. ټول هغه ويټامينونه او منرالونه چې په بادرنګ کې وجود لري د بندونو او عضلاتو د دردونو مخنيوی کوي.

۱۵. په بدن کې د Uric Acid اندازه کموي او پښتورګي سالم او هوسا ساتي.

۱۶. په بادرنګ کې د پانکراس د حجراتو تنبه کونکي هورمون وجود لري چې د Insulin په افراز کې مرسته کوي او د شکرې د ناروغۍ مخنيوی کوي.

۱۷. په بادرنګ کې د Sterols په نامه ماده وجود لري چې دا ماده د بدن د Cholestrol په کمولو او کنټرول کې مرسته کوي.

دا چې اوس د بادرنګو موسم هم دی نو د صحت لپاره ګټه تري واخلی.

کاپي…