باغ جوړونه

د باغ جوړولو لپاره د ځاى ټاكل: تېږې ونه لري، نم ناك ځاى نه وي او هوار وي.

 

د باغ جوړولو لپاره د ځمكې تيارول:

ځمكه بايد ښه قلبه شي او لوټې يې ميده شي، هر زه گياه ترې راټوله شي او وسوځول شي او ډېراني سره وركړل شي.

 

د كتارونو جوړول:

د بوټو ترمېنځ بايد فاصله موجوده وي، ترڅو د بوټو څانگې له يو بل د ودې او نمو خنډ ونه گرځي او بوټي له يو بل سره د غذايي موادو په سر رقابت ونه كړي او د لمر وړانگې په اسانۍ سره واخلي او د القاع عمل په ښه ډول ترسره شي، نو له دې امله نيالگي موږ په دې ډول كېنوو:

 

الف :د مربع په شكل ب: د مستطيل په شكل ج: د مثلث په شكل.

 

كله چې وغواړو چې بوټي 3 په 3، 4 په 4 او يا 5 په 5 كې کيښنول شي، له مربع شكل نه استفاده كوو. او كه چېرې وغواړو چې 3 په 5 كې او يا 4 په 6 كې بوټي نهال كړو، د مستطيل له شكل نه استفاده كوو او كه چېرته ځمكه زموږ غېر منظم شل ولري او يا د پاركونو او كورنو مخې ته نهال كرو، نو بيا له مثلث شكل څخه استفاده كوو.

 

د بوټي لپاره د کندو (قوتي) وېستل:

 

د نيالگي لپاره بايد قوتى څو ورځې مخكې ووېستلى شي، ځكه چې د يوې خوا نه زهرجن گېسونه د ځمكې نه ووځي او بل خوا نه د حشراتو هگۍ د لمر په واسطه تعقيم شي.

د قوتي د پراخوالي اندازه:

ددې لپاره چې قوتى څومره پراخ وي، په همغه اندازه د يوې خوا رېشه په اسانۍ سره نمو كوي او له بل خوا نه په اسانۍ سره اوبه جذبوي. د قوتي ژوروالى بايد له 50 cm څخه كم نه وي او سور يې د 60 cm پورې وي او د قوتي خاورې بايد د شمال طرف ته وغورځول شي، چې ترڅو د لمر وړانگې پرې ولگېږي.

 

د نيالگي يا د بوټي انتخاب:

 

ښه خبره دا ده، چې په خپل هېواد كې د روزل شويو قوريو د نيالگيو نه استفاده وكړي، ځكه چې هغه د اعتبار وړ وي او كه د نورو ځايونو نه يې راوړي، نو نيالگي بايد ځوان وي او دوه كلن وي، پيوند ولري او جرړې يې ډېرې قطع شوې نه وي، مستقيم وي او پېړوالى يې د لاس د غټې گوتې په اندازه وي. دغه نيالگى د هغو ونو دى كوم چې په ژمي كې پاڼې غورځوي او د هغه نيالگي چې تل شنه وي لكه لوكاټ، نارنج او داسې نور بايد جرړې يې د خپلې خاورې په واسطه پټې وي او يا ورسره د ارې بور يوځاى كېږي او لږه اندازه رطوبت وركوي.

 

د بوټو يا نيالگو آبياري (اوبخور):

 

كوم وخت كې چې نيالگى وكرل شي يا به سمدستي اوبه كړى شي. اوبه بايد د نيالگي د پيوند او تنې له برخې سره په تماس كې نه شي، ځكه چې د ابيارۍ په اوبو كې د حشراتو هگۍ او نور ميكروبونه او د هغوى تخمونه شته دى، چې هغه د بوټي د تنې د برخې او يا د پيوند برخه كې نښلي او مرض پيدا كوي، نو په دې خاطر د بوټو تنې ته بايد خاوره راجمع شي، چې له اوبو سره په تماس كې نه شي او لكه د خاورې پرځاى شگه ورته راجمع شي او يا ډېرې شي. دا به د ټولو نه ښه وي، ځكه چې په شگو كې مرض كم وي.

 

د نيالگيو يا بوټو کرل (نهالول) :

 

په لومړي گام كې بايد د قوتي لوټې مېده شي او بل دا چې د پيوند برخه مخ په لمر نه وي او د خاورو نه جگه وي او يوه بېلچه زړه ډېرانى سره له خاورې سره گډه شي او قوتي كې واچول شي او بوټي پكې نهال شي او تر نهالولو وروسته بوټي بايد د ځمكې نه 50_65cm پورې پورته قطع شي، چې په دې كار سره له يو طرف نه د بوټي د څوكې او ريشې ترمنځ توازن ساتل كېږي او د بل طرف نه بوټي ټيټ قدي تربيه كېږي، چې زراعتي عمليات پكې په اسانۍ سره ترسره كېږي.