بالاخره شمسي عينکې هم جوړې شوې

د جرمني څېړونکيو داسې عینکې جوړې کړې چې نه یوازې یې د لمر ضد وسیلې په توګه کارولای شئ، بلکې کولای شي چې ستاسې سمارټ یا ځیرک ټلېفون او نور بریښنايي توکي هم چارج کړي.

په عینکو کې سولر سیسټم ځای پر ځای شوی چې کولای شي برېښنا ذخیره کړي او بیا له همدې برېښنا په ګټه اخيستو ستاسې نور توکي چارج کړي.

ټول کمال د دې عینکو په ښیښو کې دی چې سولري پردې په‌کې کارول شوې او له لمره برېښنا ذخیره کوي.

په یوه لمریزه ورځ کې د دې عینکو هره ښيښه ۲۰۰ مایکرو واټه برېښنا تولیدوي چې ټوله ۴۰۰ مایکرو واټه کېږي.