برازيل کې د يوې کورنۍ هر فرد څلورويشت ګوتې لري

د برازيل په پلازمېنه برازیلیا کې د يوې کورنۍ هر فرد د پښو او لاسونو د ټولو مجموعي ګوتو پر ځای چې شل کېږي، څلور ویشت ګوتې لري.

د ډي سلوا کورنۍ د دې پر ځای چې د کمی احساس وکړي، پر خپلې دغې ځانګړنې وياړ کوي او له خلکو يې نه پټوي. دوی وايي چې موږ له نورو انسانانو څخه ځانګړي جوړ شوي يو او موږ پرې وياړو.

دغه کورنۍ چې د (شپږو په کورنۍ) مشهوره ده، له خپلو اضافي ګوتو څخه ګټه اخلي. د بېلګې په ډول دوی د لاس په اضافي ګوته پيانو غږولای شي.

دغه کورنۍ څوارلس کسان دي. یو شخص يې چې د فوټبال لوبه کوي وايي، چې له خپلې شپږمې ګوته څخه ګټه پورته کوي او دغه شپږمه ګوته ورسره د فوټبال لوبه کې ډېره مرسته کوي. دی وايي چې په لوبه کې له نورو لوبغاړه ښه ځلېږي.

لیکوال:میرخان