تر دې وروسته به موبايل د مايکروسکوپ کار هم کوي

تر دې وړاندې به مو د سمارټ فون په اړه لوستي و چې د یوه اپلېکشن په انسټالولو سره کولای شي چې ستاسې فشار او د بدن تودوخه یا تبه مالومه کړي، خو راځئ نن دا ولولئ چې اوس مو سمارټ موبايل د مایکروسکوپ په توګه هم کارولای شئ.

په اسټرالیا کې یوه څېړنیز مرکز د کلپ ان په نوم مایکروسکوپ معرفي کړی چې د سمارټ موبايل په وروستۍ کامره کې نصبېږي.

دا مایکروسکوپ ۲۰۰/۱ ملي میټر په اندازه مکروبونه، د حیواناتو او بوټو حجرات، د وینې ګروپ او اټومي وړې ذرې مالومولای شي او لیدلای شي.

څېړونکي وايي، دوی په دې اړه بریالۍ ازموینه کړې او ژر به دا مایکروسکوپ بازار ته وړاندې شي.

سرخط ورځپاڼه