سکایپ یو دروند وېبسایټ دی، حتا که انټرنيټ مو چټک نه وي، له خدماتو یې سمه ګټه نهشئ پورته کولای. په موبایل کې کارول یې بیا یوازې لوړ او چټک ماډل هغو ته اړتیا لري.
خو تازه خبر دا دی چې سکایپ ویلي، تر دې وروسته به لکه د ګوګل په سستو اینډرایډ سمارټ موبایلونو کې هم تاسې د سکایپ له خدماتو ګټه پورته کړای شئ.
سکایپ په دې اړه خپل نوی ورژن بازار ته وړاندې کړی او کولای شئ چې ان انلاین یې تر لاسه او په خپلو ټلېفونونو کې انسټال کړئ.
په دې ورژن کې که ستاسې د ټلېفون حافظه او سټوریج هم کم وي، کومه ستونزه نه شته او کولای شئ چې ګټه ترې پورته کړئ.
مایکروسافټ وايي، دا کار یې ځکه کړی چې باید د نړۍ په دې پرمختللې ټیکنالوجي کې یې هر څوک خدماتو ته لاس ولري.
سرخط ورځپاڼه