په امریکا کې ساینسپوهانو داسې لینزونه اختراع کړل چې پروسیجر یې تر ډېره د انسان سترګو ته ورته والی لري او حتی د انسان تر سترګو زیات ظرفیت لري.
ویل کېږي چې دا نوې اختراع به د موجودو ټولو بصري وسایلو لکه کمرو، دوربینونو، عینکو او ټلسکوپونو په جوړښت کې بدلون راوړي.
د امریکا د هارورډ پوهنتون یو شمېر څېړونکو د هغو پرمختګونو په مرسته چې په وروستیو کې د مصنوعي ذهانت د لینزونو او هوارو لینزونو په برخه کې شوي، یو ډول نوي لینزونه اختراع کړي چې د کار څرنګوالی یې د انسان سترګو ته زیات ورته والی لري.
دا لینزونه د انسان عضلې ته ورته والی لري او د دې تر څنګ چې منعطف کېدای (اوړېدای راوړېدای) شي تمرکز کولی شي. حتي ځینې وړتیاوې یې د انسان تر سترګو لوړې دي لکه د تصویر بدلون او له سټیګماتیزم سره سمون خوړل. دا دوه عوامله د انسان د سترګو نظر له منځه وړي.
د څېړونکو په وینا تر دې اختراع وړاندې دوی یوازې یو کوچنی متالینز جوړولی شوای. خو د دوی د وروستنۍ اختراع قطر تر پخواني هغې یوازې یو سانتۍ لوی دی او په نتیجه کې یې په مدرنو ټکنالوژیو کې کارول کېدای شي.