تر ويده کېدو د مخه د حمام کولو ګټې او زیانونه!

تل په تودو سيمو کې خلک تر ويده کېدو د مخه لومړی لامبي او بيا ويده کېږي، ځينې يې دا کار ګرمۍ له منځه وړلو لپاره کوي، ځينې يې بيا د ورځې پر مهال د خولو بوی د له منځه وړلو لپاره.

اوس په يوه څېړنه کې دا په ډاګه شوې چې تر ويده کېدو د مخه، د ځان مينځلو له امله نه يوازې دا چې ګرمي کمېږي، بلکې انسان ته ارامه او له سکون څخه ډک خوب هم وروستلی شي.

د دې په اړه په امریکا کې يوه څېړنه شوې، د څېړنې پايلې ښيي چې تر ويده کېدو يو نيم ساعت مخکې په نيمه تودو اوبو ځان مينځل د خوب لپاره ډېر ګټور ثابتېږي.

په ساينسي جريده (سليپ ميډيسن ريويو) کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، کومو کسانو ته چې د شپې خوب په سم ډول او ژر نه ورځي، هغوی بايد تر ويده کېدو يو نيم ساعت مخکې حمام وکړي. دوی د ځان مينځلو په (ټب) يا لوښي کې د لامبلو ډېرې ګټې بيان کړې دي.

 

د امریکا ټيکساس پوهنتون پوهانو د (۵۳۲۲) کسانو په اړه مالومات راټول کړل، چې په هغې کې هغه کسان شامل و، څوک چې تر ويده کېدو د مخه حمام کوي او څوک چې يې نه کوي، پوهانو دا مالومات په دقيق ډول وڅېړل.

 

پوهانو د څو مياشتو لپاره پر دې مالوماتو څېړنې وکړې او دې پايلې ته ورسېدل چې په تود يا يخ موسم کې تر ويده کېدو يو نيم ساعت مخکې حمام کول انسان ته ارام او له سکون څخه ډک خوب وروستلی شي.

 

د پوهانو په وينا، پر عامو اوبو حمام کول هم انسان ته خوب وروستلی شي، خو په نيمه تودو اوبو حمام کول دا ګټه لري چې د انسان د بدن حرارت کنترول ساتل کېږي او دوی ته له سکون څخه ډک خوب وروستلی شي.

 

څېړونکي سپارښتنه کوي چې هر بالغ نرينه او ښځينه بايد د شپې تر ويده کېدو (۹۰) دقيقې د مخه په نيمه تودو اوبو حمام وکړي، تر څو له سکون څخه ډک خوب ومومي.

 

د پوهانو په وينا: د حمام کولو په لوښي کې چې اخور ته ورته وي، عموماً په بهرنيو هېوادونو کې ډېر کارول کېږي، حمام کول په کې ډېره ګټوره پايله درلودلی شي، که نه وي نو په عادي ډول حمام کول هم ګټه لري.

 

څېړونکو دا نه دي ويلي که انسان په يخو اوبو حمام وکړي، نو د انسان پر خوب څه اغېز کولای شي؟ خو بیا هم هغوی سپارښتنه کړې چې هر انسان بايد تر ويده کېدو د مخه حمام وکړي.

کاپي…