یکشنبه , 28 اپریل 2024

حــضــرت علــي رض ویــنــاوی

۱- مرګ بی خبره ملګره دی

۲- دین خزانه او علم د دې لاره

۳- په زده کړه شرم مه کوه.

۴- د پرهیز ګارۍ څخه غوره عزت نشته.

۵- عالم هغه دی چې په خپل علم عمل وکړي.

۶- د فاسق بدي بیانول غیبت دی.

۷- بې عقلي ډېره غریبي ده.

۸- د انسان ترټولو لوی دښمن د هغه خېټه ده.

۹- د هر چا د ایمان معلومات د هغه وعدو څخه کېږي.

۱۰- ترټولو لوی خیانت د قوم سره غداري ده.

۱۱- ډېره هوښیاري په اصل کې بد ګماني ده.

۱۲- که ته د خپل ملګري لیدو ته ځې نو پیوندي جامې واغونده، شکېدلې او زړې څپلکې په پښو کړه هیلې کمې کړه او خېټه مه ډکوه.

۱۳- سترګې د شیطان جال دی.

۱۴- که ځان سردار جوړول غواړې نو د بدۍ په مقابل کې هم نیکي کوه.

۱۵- هيڅ څوک کم مه بوله.

کاپي…