حیرانوونکې عینکې؛ عکس او ویډیو اخلي

د ټکنالوژۍ د تولیداتو یوې کمپنۍ د (Spectacles3) په نوم حیرانوونکې عینکې بازار ته راوایستې. د دې عینکو ځانګړتیا دا ده چې ویدیو او عکس ته اضافي بعدونه او ژورتیا ورکوي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، سنپ (Snap) کمپنۍ د دغو لمرینو عینکو وروستی ماډل نندارې ته وړاندې کړی دی.

سپیکټیکلز۳ عینکې نازکې یا ظریفې جوړې شوي او دوه ایچ ډي (HD) کمرې لري چې ویدیو او عکسونه پرې ثبت کېږي.

دا عینکې تصویرونه او ویدیوګانې له وتلو راوتلیو برخو سره ثبتوي. په بله ژبه دا عینکي تصویرونه او ویدوګانې په ۳ بعدي (3D) بڼه ثبتوي.

پر دې سربېره ویرچول افکټونه ورزیاتولی شي.

د عینکو کاروونکی په لاره درې بعدي فیلټرونه زیاتولی، د خپلو دوستانو درې بعدي عکسونه اخیستلی او ثبتولی شي.

حاضردمه په دې عینکو یوازې یو دقیقه يي ویدیو ثبت کېدای شي خو وروسته به یې میموري یا حافظه زیاته شي.

اوس د دغو عینکو بیه ۳۸۰ ډالره ټاکل شوې او په پام کې ده چې له راتلونکي مني څخه پېرونکو ته وسپارل شي.