خجالت څه شی دی؟ او ځان څنګه ترې خلاص کړو؟

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

 

شرمندوکی کس ډېر انډيوالان نه لري، او په ځانګړې توګه له نابلدو خلکو سره د ليدنې پر مهال له تاثير لاندې راځي او ګوښه کېدنې او ځان پېچنې ته غوره والی ورکوي. په هر هغه حالت کې چې اتلولۍ او مېړانې ته پکې اړتيا وي، شا ته راځي او له خنډونو سره مخ کيږي. کله چې نظر ترې وغوښتل شي، ډېر سوړ ځواب ورکوي او چُپ پاتې کېدلو ته برتري ورکوي. د خبرو کولو او بيانيې ورکولو مهارت نه لري، او همدا لامل دی چې په داسې ځايونو کې دندې ته غوره والی ورکوي چې دې مهارت ته پکې اړتيا نه وي. د بېلګې په توګه د تلويزون په پرده راښکارېدونکو کارکوونکو کې شرمندوکی کس نه شئ پيدا کولای.

– “زما د ښوونځي د وروستۍ ورځې په غونډه کې مې، سره له دې چې موضوع ته ښه سم تياری کړی وو، مګر ډېر شرمېدم او په ډېره خرابه توګه مې وړاندې کړه”.

– “ډېر ملګري نه لرم، ځکه چې ډېر شرمندوکی یم”.

– ” نه شم کولی د ډېرو خلکو په مخ کې هغه څه ووايم چې په زړه کې مې دي”

– “زما اړوند د خلکو د نظر په اړه تل اندېښمن يم”.

دا ځينې هغه ستونزې دي چې شرمندوکي او خجالت کيدونکي ځوانان ور سره لاس او ګرېوان دي.

ځينې دا ډول پوښتنې ذهن ته راځي:

يو څوک ولې شرميږي؟له دغه شرم څخه د خلاصون لاره څه ده؟څوک څنګه پوهېدای شي چې دی خو به شرمندوکی نه وي؟

خو مخکې له دې چې دا پوښتنې ځواب کړو، بايد د شرم او حيا تر مينځ توپير وکړو.

شرم او حيا دوه جلا واقعيتونه

زياتره وګړي د حيا په اصلي معنی نه پوهيږي او باور لري چې د شرم او حيا تر مينځ توپير نشته.

حيا په اسلام کې د ايمان يوه غټه څانګه بلل کيږي. مګر د حيا او شرم تر مينځ ستر توپير وجود لري. حيا يوه کلمه ده چې ښيي يو کس څنګه ځان له ګناه کولو ساتي او يا هم لږ تر لږه د هغه څه په کولو شرميږي چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له خوا منع ګرځول شوي.

له بل پلوه، ناخوښ شرم، يا خجالت له ټولنې سره د اړيکو د لږوالي يا نشتوالي، او د کمترۍ يا ځان ټيټ ګڼنې په احساس د اخته کېدنې پايله ده او د اخته کس د ګوښه کېدنې او په ځان کې د راټولېدنې لامل ګرځي.

دا ډول شرم ناخوښ ګڼل کيږي. د دې له پاره چې يو څوک پوه شي په خپل ځان د باور د نشتوالي له کبله د شرم په رنځ اخته دی که نه، بېلابېلې نخښې شتون لري.

د شرمناک توب نغښې

شرمناک توب يو داخلي احساس دی چې په مختلفو حالاتو کې د يوه کس په کړو وړو کې ښکاره کيږي، په ځانګړې توګه چې په نوموړي کار کې له ګڼو خلکو سره د تعامل او مخامخ کېدنې اړتيا وي.

شرمناک توب له ځينو نورو نخښو لکه د رسواتوب د احساس، وېرې، اندېښنې، د خبرو د هېرېدلو او د بې امنيتۍ له احساس سره يو ځای وي. شرمندوکي کس ته ښايي ځينې جسمي ستونزې لکه د ساه اخيستلو ستونزې او خوله کېدنه هم پيدا شي.

که داسې احساس کوې چې په زوره يا هم د ډېرو خلکو په وړاندې خبرې نه شې کولای دا معنی لري چې ته د خجالت په ژور احساس اخته يې.

شرمندوکی کس ډېر انډيوالان نه لري، او په ځانګړې توګه له نابلدو خلکو سره د ليدنې پر مهال له تاثير لاندې راځي او ګوښه کېدنې او ځان پېچنې ته غوره والی ورکوي. په هر هغه حالت کې چې اتلولۍ او مېړانې ته پکې اړتيا وي، شا ته راځي او له خنډونو سره مخ کيږي. کله چې نظر ترې وغوښتل شي، ډېر سوړ ځواب ورکوي او چُپ پاتې کېدلو ته برتري ورکوي. د خبرو کولو او بيانيې ورکولو مهارت نه لري، او همدا لامل دی چې په داسې ځايونو کې دندې ته غوره والی ورکوي چې دې مهارت ته پکې اړتيا نه وي. د بېلګې په توګه د تلويزون په پرده راښکارېدونکو کارکوونکو کې شرمندوکی کس نه شئ پيدا کولای.

منفي اغېز

شرمناک توب د اخته کس له پاره ګڼ شمېر ستونزې پيدا کوي او خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې يې خنډ ګرځي. د بېلګې په توګه، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زياتره وخت ګورو چې يو زده کوونکی يا محصل ډېره خواري کوي، مګر يوازې له دې کبله ټيټې نمرې وړي چې د خپل مفهوم په وړاندې کولو کې ستونزې لري.

يوه سوداګريزه شنونکې وايي چې دې ګڼ شمېر دندې او د دندو فُرصتونه له دې کبله لاسه ورکړي چې دا شرمندوکې ده.

کېدای شي تاسې د شرمناک توب او بې زړه توب له کبله، او له ګومارونکي سره په مرکې کې د خپلو وړتياوو د نيمګړي استاځيتوب له کبله يوې دندې ته غوښتنليک ور نه کړئ سره له دې چې تاسې به د نوموړې دندې وړ او د اړينو اړتياوو درلودونکي ياست.

شرمناک توب د اخته کس پر شخصي ژوند هم څرګند بد اغېز ښندي. ښايي تاسې به ډېرې غوره ځانګړتياوې او وړتياوې لرئ، مګر ستا خوا او شا کسان به نه پرې پوهيږي، ځکه چې په تا کې يې د شرمناک توب له کبله د ښودلو وړتيا نه شته. همدا راز کېدای شي چې اخته کس له ګڼ شمېر اروايي ستونزو لکه اندېښنې او پر ځان د باور د کمښت له ستونزو سره هم مخ شي.

شرم د څه شي له امله؟

د شرم تر شا ګڼ شمېر لاملونه شتون لري. په زياترو حالاتو کې شرم د کوچنيوالي له پړاو څخه پيليږي. ګڼ شمېر لاملونه لري لکه د مور او پلار له خوا پر خپلو کوچنيانو ډېر بنديزونه او له بريده زيات محدوديتونه چې بيا د يوې ځانګړتيا په توګه په کوچني کې پاتې کيږي او چې سړی/ښځه هم شي، نه شي کولی د خپل زړه خبره څرګنده کړي يا له يوه حالت سره په مېړانې ډغرې ووهي.

د ژوند د تجربو کموالی يا نشتوالی د شرمناک توب له سرچينو څخه ګڼل کيږي. په نورو ټکو کې، له يوه حالت سره د لومړي ځل له پاره مخامخ کېدل ښايي د شرم په احساس تمام شي. د ځان ټيټ ګڼنه د شرم تر شا يو بل لامل دی، ځکه چې که يو څوک په خپل ځان او خپلو شتو وړتياوو باور نه لري، دا احساس يې د شرم احساس رامينځته کوي.

همدا راز هغه حالات چې ته يې له کبله تر نيوکو لاندې نيول شوی وې، او يا دې د ريشخندېدلو سبب شوي وو د شرمناک توب تر شا يو ستر لامل کېدای شي، او ښايي له داسې ستونزو سره د مخامخ کېدو په صورت کې خپل جرائت او د خپل ځان د استاځيتوب وړتيا بايلې.

څنګه پرې بريالي شو؟

۱- د ستونزې پېژندل

تر ټولو لومړی ګام بايد دا وي چې د خپل شرمناک توب پر ستونزې، او دا چې ستا پر ژوند څه ډول بد اغېز کوي، په هر اړخيز ډول پوه شې. د دې تر څنګ، د هغې ستونزې له مينځه وړل چې ستا د شرمناک توب تر شا اصلي لامل دی، د دغه رنځ د درملنې يوه بله مهه برخه ده. بل مهم ګام دا دی چې د له مينځه وړلو له پاره يې کلک هوډ وکړې.

۲- د خپلو مثبتو وړتياوو او خويونو پېژندنه

د خپلو پياوړو ټکو پېژندل در سره په خپل ځان د باور پيدا کولو او د شرمناک توب په له مينځه وړلو کې مرسته کوي. په حقيقت کې هر څوک نه يوازې کمزورتياوې لري، بلکې پياوړتياوې هم لري چې بايد ويې پېژني او ګټه ترې واخلي.

په دې اړه يو څوک کولای شي د کاغذ پر مخ د خپلو پياوړتياوو او مثبتو ټکو يو فهرست جوړ کړي او له خپلو ملګرو سره يې هم شريک کړي تر څو هغوی هم خپل نظر پرې ورکړي.

۳- ځان د خبرو کولو له پاره هڅول

ستا خوا او شا ملګري چې په ځغرده او روانه ژبه غږيږي، له تا څخه غوره نه دي. نو د پايلو په اړه ډېر فکر مه کوه او د دې پروا هم مه ساته چې خلک به ستا په اړه څه ووايي. دا په ياد ولره چې د تېروتنو کول هغه څه دي چې تا زده کولو ته اړباسي. تر څو چې ته و نه غږېږې، او خپله خبره ازادانه په ډاګه نه کړې، تر هغې هيڅکله هم خپلو وړتياوو ته وده نه شې ورکولای.

۴- په ډله ايزو کارونو کې ګډون کول

د يوه ډله ايز کار يا ډلې برخه ګرځېدل در سره د شرمناک توب په له مينځه وړلو کې ستره ونډه اخيستلی شي، خو دا کار په تدريجي ډول تر سره کيږي. په ورته ستونزې اخته يوه خور خپله تجربه بيانوي او وايي چې د هغې د اشغال کړې دندې له کبله يې له خلکو سره تعامل زيات شو او په دې توګه يې پر خپل شرمناک توب بری تر لاسه کړ.

۵-  الله جل جلاله ته دُعا او زارۍ کول

د دغې ستونزې په له مينځه وړلو کې يوه تر ټولو اغېزمنه وسيله له الله جل جلاله څخه د پياوړتيا او زړورتيا غوښتنه کول دي. دا ځکه چې دُعا په هر څه کې تر ټولو غوره او او اغېزناکه وسيله ده.

دا ستونزه د درملنې وړ ده

شرمناک توب کومه داسې ستونزه نه ده چې له مينځه وړل يې سخت وي. په حقيقت کې دا ستا له پرېکړې پورې اړه لري چې پاتې ټول عمر کې هم ځان همداسې شرمندوکی پاتې کېدل غواړې، او که کلک هوډ کوې او د دغې ستونزې د هوارولو له پاره خپلې مټې رانغاړې تر څو له هغه رنځ څخه خلاص شې چې ستا په وظيفوي او ټولنيز ژوند يې بد اغېز ښندلی.

نو، نهيلی کېږه مه، ټکنی کېږه مه، او د چټک بدلون هيله هم مه لره. اوس د دې وخت دی چې شرمناک توب ته ووايې چې نور بس ده!

کاپي…