خندا څنګه راپیدا کېږی

ژباړه: عمران لمر

خندا یواځې خوښی له ځانه سره نه لری؛ بلکې روغتیایی ګټې هم د خندا په ګټو کې شته دی.

خندا په اعصابو کې د خوند د سیستم چاودنه ده؛ خندل یوه پېچلې پېښه ده چې له دریو لارو مغز پوهنې، ژبپوهنې او ټولنپوهنې څخه د څېړلو وړ ده.

د خندلو په وخت کې ۴۴ حرکتی واحدونه فعالېږی او د خندا او موسکا تر منځ فرق دا دی چې د خندا په وخت کې عضلات په فعال ډول پراخېږی او په موسکا کې نه پراخېږی.

د تندی د مخکې برخې مغز په خندلو کې اساسی رول لری؛ لکه څنګه چې دا برخه د انسان په یادولو کې هم د اهمیت وړ ده؛ نو دا پایله لاسته راځی چې د خندا تولید هم یادېدلی شی او مونږ ټول د هغه د تولید وړتیا او شرایط لرو.

خندا د ژبې سره موازی ده؛ ځکه په خندا سره هم یو بل ته پیغام لېږدولی شو.

دې ته په پام چې خندا ساری حالت او له یوې غیر طبیعی خندا هم پیلېدلی او نورو ته انتقالېدلی شی او دا چې خندا د انسان روغتیا ته ډېرې ګټې لری؛ نو تاسې ته توصیه کوو چې څومره کولای شئ؛ وخاندئ او پوه شئ چې ټول انسانان د خندا زده کولو وړتیا لری.

د خندا د ګټو په هکله څو ټکی

د خندلو پر وخت په مخ کې ۱۷عضلات او د بدن په نورو برخو کې ۸۰ عضلات په حرکت راځی.

د خندلو په وخت کې په زړه او په ټولو غړو کې د وینې ګرځېدل چټکېږی او په همدې خاطر ځینو خلکو ته توصیه کېږی چې سهار د خوب له ځایه تر پاڅېدو مخکې؛ څومره چې کولای شی په زوره زوره وخاندی.

د خندا په وخت کې انسان په خپلسری ډول ژوره ژوره ساه اخلی او په دې ترتیب وینې ته په زیاته اندازه اکسیجن رسېږی.

هغه خلک چې خنده رویه وی؛ په ټولنه کې ورسره خلک مینه کوی او په هر چا ګران وی؛ همدارنګه د د روغ صحت خاوند هم وی.

د خندا نورې روغتیایی ګټې

خندا د وجود د زیانمن شویو غړیو د تداوۍ بهیر ښه کوی.

د خندا په وخت کې په بدن کې ډېر خوشحالوونکی هورمونونه افرازېږی چې د ژور خفګان په څېر ناروغیو په تداوۍ کې مرسته کوی.

خندا د فشار او اندېښنو دښمنه ده؛ د سختې خندا پر وخت د فشار زېږوونکو هورمونونو افراز لکه آدرینالین او کورتیزول؛ کمېږی.

خندا تداوی کوونکی اغېز لری او د درد ضد ده؛ که انسان وکولای شی د درد په وخت وخاندی؛ نو د درد په کمېدو کې به د خندا معجزه وګوری.

خندا د سکون سبب کېږی؛ کله چې مونږ ډېر وخاندو؛ نو د خوښۍ احساس کوو او خپل ذهن ته دمه ورکوو.

د اضطراب یا غوصې پر وخت یوه لنډه خندا هم پوره تاثیر کولای شی؛ ځکه خندا د دې سبب کېږی چې فکرونه په بله خوا حرکت وکړی.

د خندا د هیجان له ښکته تلو وروسته؛ وجود آرامېږی، شریانونه خلاصېږی، د وینې فشار کمېږی او د سکون وضعیت غالبېږی.