خندا څنګه پیداکیږي او ګټې یې څه شی دي

خندا څنګه پیداکیږي او ګټې یې څه شی دي د دې پوښتنې ځواب به په دې لیکنې کې وموموئ، خندا يواځې خوښي له ځانه سره نه لري، بلکې روغتيايي ګټې هم د خندا په ګټو کې شته دي.

خندا څنګه پیدا کیږي؟

اعصابو او خندا هم سره اړیکه لري، خندا په اعصابو کې د خوند د سيستم چاودنه ده. خندل يوه پېچلې پېښه ده چې له دريو لارو مغز پوهنې، ژبپوهنې او ټولنپوهنې څخه د څېړلو وړ ده. د خندلو په وخت کې ۴۴ حرکتي واحدونه فعالېږي او د خندا او موسکا تر منځ فرق دا دی چې د خندا په وخت کې عضلات په فعال ډول پراخېږي او په موسکا کې نه پراخېږي.

 

تندي د مخکې برخې مغز په خندلو کې اساسي رول لري؛ لکه څنګه چې دا برخه د انسان په يادولو کې هم د اهميت وړ ده؛ نو دا پايله لاسته راځي چې د خندا توليد هم يادېدلی شي او مونږ ټول د هغه د توليد وړتيا او شرايط لرو. خندا د ژبې سره موازي ده؛ ځکه په خندا سره هم يو بل ته پيغام لېږدولی شو.

خندا څنګه پیداکیږي او ګټې یې څه شی دي
خندا څنګه پیداکیږي او ګټې یې څه شی دي

همدې ته په پام چې خندا ساري حالت او له يوې غير طبيعي خندا هم پيلېدلی او نورو ته انتقالېدلی شي او دا چې خندا د انسان روغتيا ته ډېرې ګټې لري، نو تاسې ته توصيه کوو چې څومره کولای شئ. وخاندئ او پوه شئ چې ټول انسانان د خندا زده کولو وړتيا لري.

پر ځای د خندا کولو ګټې

استرس کنټرول:

که خندا په بدن کې د استرس هورمونونو لکه کورتیزول، ادرنالین، دوپامین او داسې نور میزان کموي. او د دې ترڅنګ د بدن د روغتیا سالم ساتلو هورمونونو لکه اندورفین کچه ډېروي. خندا په بدن کې د انټي باډي تولیدونکو سلولونو تعداد زیاتوې او د بهرنیو خطرونو په مقابل کې د بدن مقاومت لوړوي او د دې نه علاوه په بدن باندې د رواني فشارونو مخه نیسي.

خندا څنګه پیداکیږي او ګټې یې څه شی دي

فشار او اندېښنو دښمنه ده

ډیرې سختې خندا پر وخت د فشار زېږوونکو هورمونونو افراز لکه آدرينالين او کورتيزول کمېږي. د احساساتو سالم والی. آیا تر اوسه مو داسې احساس کړې ده چې باید وژاړئ یا وخاندئ او ایا له خندا وروسته مو ځان ارامه احساس کړی په کلي ډول باید ووایو چې خندا د جسمي او روحي احساساتو په کنټرول کې ونډه لري.

بدن داخلي ورزش

ورزش خندا د دیافراګم د پردې، خیټې او اوږو د عضلاتو ښه ورزش دی، ځکه په دې کې د عضلاتو انقباض او انبساط رامنځ ته کېږي، همدارنګه د زړه د روغتیا ښه ورزش ګڼل کېږي.

پراخ نظري

څېړنې ښایي چې په خندا ځواب ورکول ستاسو استرس کموي او طنز او شوخۍ سره مو  په مقابل کې مثبت انځور پیداکېږي او تاسو ورته يو پراخ نظری شخص ښکارئ.

ټولنیزې ګټې

په خندا سره د نورو خلکو په زړه کې ځای پیدا کوئ. زیاتره خلک په دې فکر کې دي چې خندا د مهربانۍ په څېر ده نو په خندا سره ټولنیز تعامل په ډېرې اسانۍ رامنځ ته کېږي.