خورما او فایدې یې

عن عائشه رضی الله عنها قالت: رسول الله(بیت لیس فیه تمر جیاع أهله) صحیح البخاری

خورما چي عربي کي ورته تمر وایی ډیره ښه غذا ده او هم دوا په ويټامینو غنی ده خورما لکه انګور ډېر دولونه لری وچه او تازه خوړل کیږي.

په خورما کې ویټامین A ده وسترګو ته ډیره فایده رسوي او د بدن پوست ترو تازه ساتی.

خورما د ډېر عمر خلکو ته ډیره فایده کوي خاصتا هغه کسان چې اعصابو کمزوري لري او یا په غوږو ږغ نه اوري، خورما اعصاب ارموي، که وچه میوه دشیدو سره پخه سي جنسي طاقت زیاتوي.

خورما پښتورکی پریولې، هغه کسان چې د ورۍ څخه ئې ویني ځی او یا بواسیر لری د هغو د پاره فایده کوي د میرمنو د رحم پلې قوي کوی چې د زیږون پر وخت ورته ډیره فایده کوي

د خورما فایدې

⑴ زړه قوي کوي.

⑵ اشتها زیاتوي.

⑶ د هاضمي سیستم د سرطان مخنوی کوي.

⑷ د بدن انرژي زیاتوي.

⑸ حساسیت لپاره ګټور دی.

⑹ د وینې کمښت له منځه وړي

⑺ د کولمو د ناروغیو لپاره شفاء ده.

⑻ هډوکی قوي کوي.

⑼ جنسي طاقت زیاتوي.

⑽ وزن زیاتوي.

⑾ د بدن پاړسوپ لپاره ګټور دی

⑿ د عضلاتو درد ختموي.

⒀ د ناس ناستې مخنوي کوي.

⒁ قبض ختموي.

⒂ د هدوکو سلامتیا او غښتلی کوي.

⒃ وزن تنظیموي.

⒄ هغه کسان چې کمزوری زړه لري هغوي لپاره ګټوره ده.

⒅ کومې ښځې چې شودې لږې وي باید خورما له شیدو سره یو ځای استعمال کړي.

⒆ د لاسونو راپیدو ناروغۍ لپاره خورما ګټوره ده.

⒇ ښځو لپاره ګټوره غدا ده.

©