خوږه مه خورئ او لاندې ګټې تر لاسه کړئ

لیکوال: سرور ستانکزی

خوږه خوړل د بدن یو له اړتیایي خوړو څخه ده، خو په نني وخت کې مصنوعي خوږه «بوره» دومره اندازه زیاته شوې ده چې په پریښودلو یې بدن ته روغتیا بخښل کیږي.

لومړی باید له دې څخه خوږه تازه مېوه وباسو، ځکه تازه مېوه په مزاج کې روغتیا ته کوم زیان نه رسوي، بلکې بر عکس بدن ته ګټه ورکوي.

دلته هغه ګټې وړاندې کوو چې د خوږو په نه خوړلو بدن ته ورکول کیږي:

ځوان ښکاره کېدل

زیاته خوږه خوړل د بدن غونجوالی زیاتوي، د طبي متخصصینو په وینا د زیاتې یا کمې بورې استعمال په وینه کې د ګلوکوز او انسولین کچه هم ښکته پورته کوي، له همدې لامله د بورې په کمو خوړلو سره د مخ غوانجوالی او هغه ماده چې انسان بوډاوالي ته بیايي له منځه وړي.

مزاج/طبیعت خوشاله ساتي

د بورې استعمال بدن کې خفګان زیاتوي، د بورې څخه په بدن کې رامنځته شوی ورم پر اعصابو منفي اغیز کوي، چې له امله یې انسان له ژور خفګان سره مخ وي، کم یا مناسب استعمال یې انسان د خفګان او تنګ مزاجۍ څخه باسي.