خوږ پلو

د متفاوتو او ښو خوراکونو لپاره همېشه ډېره خرچه لازمه نه وي، کله کله له عادي موادو داسې خوراکونه پخولای شئ چې له خونده له دېګه پخپله جلا کېږي او ګوتې ورسره خوړې کېږي. موږ به نن د خواږه پلو د پخولو طریقه در زده کړو چې مواد يې تر ډېره حده له وسه وتلي نه دي.

لازم مواد

۱.‌ یوه کیلو وريژې.

۲. دوې کيلو غوښه.

۳. د بادامو خلال ۱۰۰ ګرامه، د پيستې ۵۰ ګرامه او د ګاځرو خلال نیم ګیلاس.

۴. ۳۰۰ ګرامه غوړي.

۵. زعفران یا ژېړ رنګ یوه کاچوغه

۶. بوره نیمه کیلو.

د پخولو طریقه

بوره په درې ګیلاسه اوبو کې واچوئ او یو دوه واره یې واېشوئ چې شربت ځنې جوړ شي، بیا د ګازرو خلال دغو شربتو ته ور واچوئ او و یې ‎اېشوئ چې د خلال مغز خوږ شي.

وريژې یوه شپه مخکې خیشتې کړئ. غوښه له پیاز، مالګې او لږ اوبو سره پخه کړئ او باید نیم ګیلاس یخني ولري بیا دا یخني صافه کړئ، له دوو کاچوغو غوړو او یوې غټې کاچوغې د خلال له شربتو سره یې ګډه کړئ، زعفران په اېشولو کې حل کوو او د غوښې له اوبو سره یې ګډ کړئ، غوښه ټوټه ټوته کړئ لوی هډوکې ترې لېرې کړئ.

وريژې صافې کړئ او په دېګ کې درې کاچوغې غوړي او نیم کیلاس اوبه واچوئ چې و اېشي بیا نیمې وريژې ور واچوئ، وروسته د ګازرو خلال له شربتو راوباسئ او پر وريژو یې واچوئ، بیا د بادام نیم خلال ور واچوئ او بیا دوه درې کفګيره وريژې پر سر ور واچوئ او دېګ پر اور کېږدئ.

 

د غوښې هغه اوبه چې له شربتو او غوړو سره مو ګډې کړې وې پر وريژو یې واچوئ، د دېګ سر ور بند کړئ او لږ اور یې پر سر هم واچوئ او نیم ساعت یې دم کړئ، له دم کېدو وروسته دوه کفګیره وريژې د پیستې، ګازرو او بادامو له خلال او زعفرانو سره ګډې ګړئ او د غوري د سر لپاره یې جلا کېږدئ، غوښه را وکاږئ او له پلو سره یې ګډه کړئ.

وروسته یې په دېش یا غوري کې کېږدئ، پر سر یې غوښه ور واچوئ او هغه سره ګډ شوي مواد او لږ سره شوي غوړي یې پر سر ور واچوئ، بس نور نو خوږ پلو تیار شو.