خوښ اوسئ؛ دنیا په غمونو نه ارزي!

لیکنه: توریال (کړوخېل)

که چېرته فکر وشي ننۍ نړۍ همداسې خلکو دځان لپاره جوړه کړې چې هر څوک په خپلو کارونو کې دومره بوخت راغلی چې نورو ته خوښي څه چې ځانته هم خوښي ورکول ورته ناشوني وي،

خوښ اوسېدل یا نورو ته خوښي ورکول یو هدف نه دی چې موږ یې ترلاسه کړو، بلکې خوښ اوسېدل مو دنورو اهدافو تر څنګ یو عادت وګرځوئ او هڅه وکړئ چې په خپل ورځني ژوند کې مو دخوښ اوسېدلو علتونه وګورئ، چې دا کار به مو ژوند درته آسانه کړي او خوښ به شئ،

په اوسنۍ نړۍ کې زیات وګړي شته چې له ژوند څخه دومره تنګ شي چې حتا دځان وژلو هڅه هم کوي او ډېرو ځان وژنې هم کړې دي، خو نا!!  که چېرته ستونزې په ځان وژنه باندې تر حل کېدو رسېدلای نو اوس به په دې شته دنیا کې دانسان په نامه هېڅوک هم پاتې نه وه هر چا به دستونزې پر وړاندې ځان وژنه کوله،

په حقیقت کې هغه اشخاص چې دغه کار ترسره کوي، ددنیا دژوند په هدف او ښایست باندې لا ندي خبر شوي، که چېرته انسان ته دالله ج له خوا ورکړل شویو نعمتونو او ددنیا دښکلي ژوند له ښکلاوو څخه خبر شي بیا دغه ناوړه کار نه ترسره کوي،

مشهور لیکوال اسدالله غضنفر صاحب لیکي دخوشحالي په باره کې مې زیات ريپوټونه ولوستل او دځینو دڅېړنې پایله دا وه چې له نورو سره ښه کول او خېر رسول دخوشحالۍ لوی عامل دی،

نو که چېرته غواړئ خوښ ژوند وکړئ تل نورو ته خیر رسوونکي اوسئ، په دې سره به مو نورو سره مرسته هم کړې وي او تاسې به هم په روحي ډول خوښ اوسئ او په راتلونکي کې به مو خپل وجدان ته ملامت هم نه یاست،

همدارنګه نظام الدين اولیا ددنیا دروحي سکون او خوشحالي نورو ته دصدقې په ورکړه کې نغښتی بولي او وایي هغه کسان چې صدقه نه ورکوي تل به داندېښنو او فکرونو ښکار وي،

بله خوا ځینې کسان خوشحاله اوسېدل په پیسو او شتمني کې ګڼي!

خو ددې ناوړه نظریاتو په ځواب کې: ځینې معتبره څېړنې ښايي چې ثروت او پیسې مو په خوشحالي کې یوازې لس سلنه ونډه لرلی شي او بس،

که چېرته فکر وکړئ، په نړۍ کې شتمن خلک تر ټولو زیاتې اندېښنې لري، ټول شتمن خپل عمر په دې کې په خواريو او محنتونو تېر کړي چې ګوندې سرمایه دې لږه نوره هم زیاته شي بیا به یې مصرف کړم او خوښ ژوند به وکړي بس په همدې کې مړ شي او هغه ټوله سرمایه یې نورو ته پاتې شي، دا خو یې لا څه کوې دبانک څخه دغلا ریپوټ به په بله نړۍ کې وي اندېښنه به دی دلته ورته کوي، په ډاډه زړه به دغلو او ډاکوانو له لاسه ژوند نه کوي او شپه ورځ به دخپلو پیسو دسرمایه ګذاري په اړه په فکرونو کې اخته وي او حیران به وي چې دا پيسې اوس چېرته بندې کړم؟

همدارنګه زموږ خلک چې کله ځوانان وي بیا هلته دماشومتوب دورې  ارمان کوي او کله چې سپینګیري شي دځوانۍ ارمان کوي او وایي کاش په هاغه دوره کې مې دهېڅ شي غمونه نه کړای او خوښ ژوند مې تېر کړی وای،

څه چې تېر شوي هغو پسې ارمان کولو باندې هېڅ څه بېرته نه راګرځي، همدا اوس چې دژوند په کومه مرحله کې یې خپل غمونه شاته واچوه او په زړه لاس کېږده او هرې ستونزې په مقابل کې دا خبره درې ځله تکرار کړه ( هېڅ خبره نه ده، هېڅ خبره نه ده … ) او ژوند وکړه او له ځان سره دا کلکه اراده وکړه چې نور دهېڅ شي غم نه کوم او دهرې ستونزې په مقابل کې به په کلکه جنګېږم،

همدا شان تل هڅه وکړئ پنځه وخته لمونځ، تلاوت او دالله ج ذکر وکړئ، ژوند به مو ډېر ښکلی شي او له اندېښنو او غمونو څخه به خلاص وی،

په دې اړه الله ج فرمایي ژباړه: ( خبردار اوسئ! همدغه دالله تعالی یاد هغه شی دی، چې په هغه سره زړونو ته ډاډګېرنه او اتمنان حاصليږي)

نو که چېرته غواړئ خوښ او له اندېښنو څخه لرې ژوند وکړئ، وزګار مه کېنئ او تل ځان مصروف وساتئ او په همغه کار کې دځان لپاره دخوښي دلایل ولټوئ، تل دا وایه چې له تیارو او ستونزو څخه وروسته هتم رڼا شته، په الله ج کامل باور ولرئ او دهر مصیبت راتګ دهغه امتحان وګڼئ، له چا څخه دمننې تمه مه کوئ او مه کوم کار دمننې کولو لپاره کوئ، دالله ج ذکر کوئ او تل یې عبادت کوئ، په مصیبتونو زغم ولرئ او دراتګ پر وخت یې چغې مه وهئ، دالله ج په وېش خوښ اوسئ او ددرکړل شوې برخې شکر اداء کړئ په دې اړه یو حدیث شریف کې راځي ( هر انسان چې دکوم کار لپاره پیدا شوی، نو هماغه شی دهغه لپاره په قدرتي توګه مسخر شوي دي ) همدارنګه دټولې نړۍ غمونه په سر مه اخلئ دومره یې یوسئ چې توان یې لرئ، وخانده او هرې ستونزې ته لکه زمري غوندې ورغاړې ووځئ، په بې وزلۍ مه خفه کېږئ دا په یاد ولرئ چې دقیامت په ورځ دډېرو حساب ډېر دی، دهر څه بدله له الله ج څخه غواړئ، کتاب غوره ملګری وګڼئ او په مطالعه کولو یې دځان سمونه وکړئ، کینه مه کوئ او تل مینه ووېشئ، نن دخپل ژوند وروستئ ورځ وګڼئ او هر څومره خوښي چې کولی شئ همدا نن یې وکړئ، ځکه دسبا څه پته نشته چې یې به او که نه!؟

پورته کړنې عملي کړئ، خوښ ژوند به تر لاسه کړئ.