خټکی وخورئ او له ډیرو مرضونو ځان وژغورئ

پیغمبر ص د خټکي په اړه فریایلي: خټکی د ځمکې ښایست دی، اوبه یې د الله تعالی رحمت دی او خوږوالی یې د جنت له خوندونو یو خوند دی.

د خټکي خوړل د مثانې ډبرې پاکوي، د بدن اوبه ډیروي او ادرار زیاتوي.

۱- خټکی دا خواص لري:

– خټکی له انرژې ډک خواړه دي.

– خټکی څښاک دی، ځکه اوبه لري.

– خټکی میوه ده.

–خټکی ګل دی، ځکه ښه بوی لري.

– خټکی شیرني ده، ځکه په پریمانه اندازه قندي مواد لري.

– خټکی کلمې او معده وینځي.

– خټکی د درد درمل دي.

۲- د خټکي ګټې:

– خټکی د ویټامین C,D,A شتمنه میوه ده.

– خټکی د ویټامین A لرونکي میوه ده چې د بدن وړو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي.

– دا چې خټکی د درملو خواص لري، نو د مثانې او تریخې لپاره ګټه لري.

– که چیرې خټکی میده میده کړئ، بیا یې په هغه ځای ووهئ کوم چې سوځي، زر یې ښه کوي.

– د خټکي دانې د معدې ګاز او سردرد لپاره ګټه لري.

– هغه میندې چې ماشوم ته شېدې ورکوي، خو شیدې یې لږې دي هغوی دې خټکی وخوري،څو شیدې یې ډيرې شي.

– هغه کسان چې کمخونه دي خټکی ورته فایده لري.

– خټکی د مخ پوستکی ښکلی کوي او دایمي تندې مخه نیسي.

– خټکی د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

حکیم صالح