خپل ذهن د ځان په ضد مه کاروﺉ!

ژباړه: عزت الله ذکي

که تاسي په ذهن او بدن کې هر ډول آندېښنه وزېږوئ، تاسې پخپل ژوند کې بل دښمن ته آړتیا نه لرئ!

تاسې کرار_کرار نه يوازې په فزيکي ژوند، بلکې په بېلابېلو برخو کې د خپل ځان په ضد کار کوئ؛ تاسې پوهېږئ!

تاسې خپل ژوند د خپل ځان په ضد ګرځوئ، نن ورځ موږ ډېر ښه پوهېږو، هغه خلک چې تر ډېر ذهني فشار لاندې راځي، حتماً ناروغيو ته بلنه ورکوي او په دې کې هيڅ شک نه شته!

په روغتيايي لحاظ دا يو ثابت حقیقت دی او له دې څخه ډېر څه پېښيږي. تاسې نه يوازې ناسلامتۍ يا بد روغتيايي وضعيت ته بلنه ورکوئ؛ بلکې تاسې په نړۍ کې د ستونزو بشپړ کوربه توب ته بلنه ورکوئ.

ځکه لکه څنګه چې تاسې په کوم ډول بېرته راپورته کېږئ؛ په همدې اساس تاسې دا ډول وضعیت خپل ځان ته راجع کوئ. ستاسې په وړاندې دا خلک مو ژوند ته حتماً دا ډول پایلې هم لري؛ نو هغه څه چې موږ یې په اړه خبري کوو د ذهني فشار ماتول نه دي.

دلته یوازې د څه ډېري سوله ييزي فضاء په اړه خبرې نه کوو، بلکې که غواړئ خپل ژوند هغه ډول جوړ کړئ، چې تاسې یې غواړئ؛ نو آړتیا لرئ، چې ځینې بنسټونه چارج کړئ؛ کنه نو تاسې به یوازي خپله انرژي د خپل ځان په ضد کار کړئ.

دا هغه وخت نه دی، چي ما وويل د خپل ځان په ضد د يوه قوي دښمن رامنځ ته کولو سرچينه دلته ده. دا ښه او غوره ده، چي احساس جوړونکې سرچینه ستاسو لپاره کار وکړي؛ نه ستاسي په ضد. همداسي نه ده!

دا دومره غښتلې قوه باید تل ستاسي لپاره کار وکړي؛ که دا ستاسي په ضد کار وکړي؛ تاسي ختم ياست؛ چي بيا هيڅوک تاسي نه شي ژغورلای، زه درته وایم!

که ستاسي په منځ کي د احساساتو رامنځ ته کېدو سرچینه ستاسي په ضد کار پیل کړي، په دې نړۍ کي هیڅ شی تاسي نه شي ژغورلای؛ نو دا خورا مهمه ده. دا يوازي له ذهني فشار څخه د څه ناڅه خپلواکۍ په معنا نه دی او نه هم ډېر آرام او خوښ اوسېدل ددې سره تړاو لري.

که خپل ژوند هغه ډول جوړوئ، چي تاسي یې غواړئ، خورا مهم دی؛ خو تر ټولو لومړی باید تاسي خپل بدن، بيا ذهن او ورپسې انرژي په کار واچوئ او دا شیان په خورا دقت سره زموږ ټولو په اختیار کي دي.

دا دومره مهم دي، څومره چي تاسي بهر وځئ او پیسې ګټئ، خپله کورنۍ جوړوئ، یاهم هرکار ترسره کوئ، ځکه چي ټول هغه شیان، چي تاسي یې هیله لرئ، هغه واقعاً هم ولرئ او لرئ يې؛ يا به بدبخته ياست! په دې سره نه یوازي د خپل ځان بلکي د شاوخوا خلکو لپاره هم د ډېری بدبختۍ لامل کیږئ.

نه دا چي تاسو ښه یا بد یاست! هغه ځکه چي تاسي له ژوند څخه ناخبره یاست! خلک یو بل ته سردرد جوړېږي، نه دا چي دوی ښه یا بد وي؛ ځکه دوی د ژوند له لارو_چارو او اصولو څخه بې خبره دي، آيا نه دي؟

کله چي يو څوک د نورو کسانو په ضد نوکان جنګول پيل کړي، داسي برېښي، چي هغه وویل دوی نه پوهیږي، چي څه کوي؟ دوی ټول وايي، چي يوازنۍ ستونزه ناپوهي ده؛ آيا نه وايي؟

دوی بد نه دي، نه هم ددې لپاره يوشمېر شيطانان آجنټان دي، جهالت يوازنۍ ستونزه ده؛ دغه کسان نه پوهېږي، چي دوی څه کوي؟ دا يوازنۍ ستونزه ده؛ آيا نه ده؟