۱ – نوي دوستان پيدا کړه، خو زاړه هغه زړه ته ډېر در نژدې لره.
۲ – کال کې يو ځل- دوه وينه ورکړه.
۳ – راز ساتونکی اوسه.
۴ – ډېر انځورونه واخله.
۵ – پر زېږ ورځ دې يوه ونه وکره.
۶ – کله کله یې نورو ته ور زده کړه.
۷ – کله کله يې له نورو زده کړه.
۸ – غاښ تار (Dental Floss) وکاروه.
۹ – کله هم بد خُلقه کېږه مه.
۱۰ – دوستان دې د ډاليو په ورکړه خوشحاله کړه.
۱۱ – له بدو شرايطو هم ښه ګټنه زده کړه.
۱۲ – چې په تېرو دريو کالو کې دې نه وي اغوستي هغه جامې دې خيرات کړه.
۱۳ – زړه ور اوسه، که څه هم نه یې! خو هسې ځان زړور نيسه، هېڅوک به درباندې پوه نشي.
۱۴ – در اوږد شوی لاس ښه ټينګ کړه.
۱۵ – سايکل سپرلي وکړه.
۱۶ – کنايې مه وايه.
۱۷ – کله يې هم هېر نکړې چې په کاروبار او کورني ژوند کې باور تر ټولو ډېر ارزښتناک دی.
۱۸ – له نورو سره پټ ښه وکړه.
۱۹ – د هېواد اساسي قانون ولوله.
۲۰ – يوازې هغه کتابونه نورو ته امانت ورکړه، که نه وي، زړه دې پسې خپه نشي.
۲۱ – د ورځې نيم ساعت، تېز پلی وګرځه.
۲۲ – ښه ډېر وخانده، خندل وړيا دي، ارزښت یې زښته ډېر.
۲۳ – کله هم غالې مکوه.
۲۴ – غوږ نيول زده کړه؛ کله کله چانسونه ډېره ورو دړه در وهي.
۲۵ – د خلکو نومونه ياد کړه.
۲۶ – د هېوادونو د پلازمېنو نومونه ياد کړه.
۲۷ – کاږه او کيڼ غاښونه دې د غاښونو په ډاکتر ورغوه، پاک يې کړه.
۲۸ – له هېچا «هيله/ اميد» مه اخله، کېدای شي دا يواځني څه وي، چې لري يې.
۲۹ – داغي غاښونه دې پاک کړه.
۳۰ – تکړه ملګری پيدا کړه.
۳۱ – د ملي سرود د ويلو پر وخت ودرېږه، لاس دې پر زړه ونيسه.
۳۲- – د شيانو د لرلو دعا مکوه، د عقل و زړوتيا لرلو دعا وکړه.
۳۳ – د خپلې مېرمنې خوږ ملګری اوسه!
ــــــ
عالم ګل سحر