خپل غږ فېسبوک ته واستوئ او ۵ ډالره جایزه واخلئ

فېسبوک کمپنۍ اعلان کړی چې خپلو کارونکو ته به د غږ ثبت کولو لپاره پیسې ورکړي چې له دغه غږ څخه د غږ پیژندنې ټکنالوژۍ په وده کې کار اخستل کیږي.

فیسبوک دغه پریکړه وروسته له هغه کړې چې امازون، اپل، ګوګل او مایکروسافټ لویو کمپنیو د خپلو کارونکو له غږ څخه د غږ پیېژندنې سیستم لپاره د هغوي په ناخبرتیا کې دې ګټې اخستنې څخه پرده پورته شوه.

فیسبوک د دغې چارې ترسراوي لپاره په خپل اپلکیشن کې یوه نوې کړکۍ د « تلفظونو » تر نامه لاندې رامنځته کوي. که تاسو د دې خپورنې لپاره وړ وګڼل شئ نو فېسبوک به تاسو ته د “Hey Portal”  اپشن درکړي او تاسو به ورته په فېسبوک کې د خپلو ملګرو دلیست څخه د یو نوم او تخلص ریکارډ کوئ. تاسو کولای شئ د خپلو لسو ملګرو نومونه ثبت کړي او هره جمله باید دوه ځله تکرار کړئ.

تا سو کولای شئ د خپل غږ له ثبتولو څخه پنځه ډالره تر لاسه کړئ.

خو دا پیسې ستاسو د غږ ثبتولو وروسته نه درکول کیږي. تاسو باید د ثبت شویو غږونه یوه مجموعه جوړه کړئ تر څو امتیازونه لاس ته راوړئ او تر څو چې ۱۰۰۰ امتیازه پوره نه کړئ پیسې نشئ تر لاسه کولای. تاسو کولای شي دغه اندازه امتیازونه په پنځو ثبت کړل شویو غږونو تر لاسه کړئ.

یاد اپلیکیشن اوس په امریکا کې د هغو کارونکو لپاره فعالیږي چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه زیات او ملګرې یې هم له ۷۵و څخه ډیر وي. ویل کیږي چې یاد اپلیکشن به ورو ورو د نړۍ ټولو هېوادونو ته ورسیږي.