داسې طلاق چې میړه ته په ۳۵ میلیارده ډالر تمامیږي

د طلاقونو په هکله به مو ډېر اورېدلي خو د داسې طلاق په هکله به اوس اورئ چې میړه خپلې ښځې ته له طلاق وروسته ۳۵ میلیارده ډالر ورکوي.

د غه ښځه میکنز نومیږي او د نړۍ د تر ټولو شتمن کس جېف بیزوس میرمن ده چې وروسته له بیزوس څخه د جلا کېدو د ۳۵ میلیارده ډالر خاونده کیږي

دوی د لومړي ځل لپاره د نړۍ په کچه پر یوه ریکارډوال طلاق سلا شوی میکنزي ویلي چې دا له خپل میړه څخه د امازون شرکت څلورم حسه ونډه غواړي چې هغه يې ۲۵ کاله وړاندې جوړ کړی.

خو په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه او د تشیالي سفر کمپنۍ بلو اوریګن کې خپله برخه مېړه ته پرېږدي مېرمن بیزوس د امازون اجرایه پلاوي کې د رایې حق هم خپل مېړه ته سپارلی دی.

تر دې وړاندې چې بل طلاق ترسره شوی ۳،۸ میلیارده ډالر بیه يې درلوده

دوی څلور بجیان لري او له ۱۹۹۴ کال سره جوړه و.

کله چې  بوس په انلاین  ډول د کتاب پلورنې پلورنځی جوړ کړی نو میرمن میکنز يې ددې شرکت لومړۍ کارمنده ویل چې وروسته یو له بل سره جوړ شول او واده يې وکړ..

فوربز مجله وايي، امازون اوس لوی انلاین پرچون سوداګري ده چې تېر کال یې له دې لارې ۲۳۲،۸ میلیارد ډالر پلور درلود

یوې مجلې د امازون شرکت په کله حساب ورکړی چې تیر کال يې ۲۳۲،۸ میلیارده ډالر یوازي پلور درلود چې په کلني ډول ددوی عایدات شمېرل کیږي

دا مجله وايي، ښاغلی بیزوس او کورنۍ یې ۱۳۱ میلیارد ډالر شتمني لري.

مېرمن بیزوس بریالۍ ناول لیکواله ده او دوه کتابوه یې کښلي، په پرېنسټن پوهنتون کې د پلېټزر میډال ګټونکي استاد ټوني موریسن روزلې.

رپوټونه وايي، چې ښاغلی بیزوس د فاکس ټي وي له پخوانۍ ویاندې لورین سنېچز سره تار لري.

کاپي خبریال ویب