داسې موبایل چې یوازې په لس دقیقو به چارجیږي

 د چین د ځیرکو موبایلونو کمپنۍ د داسې نوي ځیرک د جوړیدو خبر ورکړی چې یوازی په لس دقیقو کې به مکمل چارجیږي.

د انفېنېکس نومې یوې چېنایۍ کمپنۍ داسې یو ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړی چې یوازې ۱۰ دقېقو کې په بشپړه توګه چارجېږي.

انفېنېکس کانسپټ فون۲۰۲۱ کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې ۱۶۰ واټ چټک چارچ څخه ملاتړ کوي.

دغه ځیرک موبایل د پیاوړې بېټرۍ سربېره نور هم ډېر غښتلی ځانګړنې لري خو په اړه يي ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.

انفېنېکس کمپنۍ وايي چې د چارج پیاوړې او غښتلې ټکنالوژۍ په مرسته دغه ځیرک موبایل به یوازې ۱۰ دقېقو کې ٪۱۰۰ چارجېږي.

له دې سربېره، دغه کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ځیرک موبایل کې داسې ټکنالوژي کارول شوې ده چې د دغه چټک چارج له امله په بېټرۍ فشا نه راځي او نه ګرمېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین د ځیرکو موبایلونو کمپنۍ د غوره ځانګړنو او ارزانه بیه ځیرکو موبایلونو وړاندې کولو لپاره میلیونونه مینه‌وال لري او اوس دغه کمپنیو د چټک چارج په برخه کې هم سره رقابتونه پیل کړي دي.