داسې موټرسايکل چې په هېلکوپټر هم بدلېږي

له پرمختګ څخه

د ګڼې ګوڼې په لارو او ښارونو کې له ډېر ازدحام او رش څخه د وتلو يو ښه لاره دا هم ده، چې والوزې، او اوس پوهانو يوه داسې ارزان بيه خو مصرف لرونکې وسيله جوړه کړې ده ، چې د انسانانو ارزوګانو ته سوکه،سوکه رښتياينه وربښي.

د پوهانو له خوا جوړ شوی دا موټر سايکل چې ۲۹۵ زره ډالر بيه لري ، چلوونکی یې مجبور دی، چې ځمکنی او هوايي دواړه لايسنسه ولري.

دا موټر سايکل چې PAL-v نومېږي، کولای شي ۱۱۲ کيلومتره په ساعت کې مزل وکړي او تر ۴ زره فوټه لوړ په هوا کې والوزي.

ددې موټرسايکل نورې فني ځانګړنې ، درې څرخونه، له موټرسايکل څخه په چورلکه بدلېدل، او برعکس، ددې موټر سايکل ماشين څلور سلنډره دی، له ګاز څخه د سون توکو په توګه کار اخلي او په ۲۷ ګيلنه ۷۵۰ کيلومتره مزل کوي، چې د مصرف له لوري اوږد کار دی. موټر سايکل باډۍ د کاربن ټيټانيم له فيبر او د المونيم څخه جوړه او وزن یې يو زر او ۴۴۹ پونډه دی ، او يوازې د دوو کسانو د وړلو توان لري.