داسې کمپیوټر جوړ شو چې د انسان د مازغو په شان کار کوي

بریتانیايي څېړونکو داسې کمپیوټر جوړ کړ چې په یوه ثانیه کې تر ۲۰۰ ملیونه زیاتې محاسبې کولی شي او د انسان د مازغو په شان کار کوي.

دا کمپیوټر، چې پر جوړولو یې نژدې ۲۰ ملیون ډالره لګېدلي، د نړۍ تر ټولو پرمختللی کمپیوټر دی.

د دې کمبیوټر، چې (SpiNNaker) نومېږي، پروسیسر یو ملیون کورونه (Cores) لري.

د بریتانیا د مانچستر پوهنتون څېړونکو د دې کمپیوټر پر جوړولو څه باندې ۱۰ کاله کار کړی دی.

د کمپیوټر هر چیپ تر ۱۰۰ ملیونه زیاتې متحرکې ټوټې لري او داسې ډیزاین شوي چې د انسان ماغزو ته ورته والی ومومي.

SpiNNaker کمپیوټر له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې د انسان پر اعصابو د پارکینسن (رېږد) په شان د نورولوجیکي ناروغیو پر اغېز لا ښه وپوهېږي.

د دې پروژې مشر سټیو فوربر وايي، SpiNNaker له اوسنیو معمول کمپیوټرونو سره ډېر توپیر لري او په حقیقت کې د کمپیوټر په پرتله د انسان مازغو ته ډېر ورته دی.