دانسان پښې او لاسونه ولې ویده کېږي؟

کله چې ته ځای پر ځاې ناست وې او هیڅ ځان ونه ښوروې، نو پښې او یا لاسونه دې بیدیږي! آیا پوهیږې ولې؟ په داسې حالت کې ستاسو په بدن کې څه تیریږي؟ آیا دا ستاسو د بدن له پاره خطر لري؟

که څوک پر یو ځای ډير وخت ناست وي او هیڅ ځان ونه ښوروي، نو کله ناکله په خپله پښو یا په لینگیو او یا هم زنگنو کې د بې حسې یا او یا د سوزش احساس کوي. البته دغه ډول، په اصطلاح د بدن د دغو اعضاوو «بیدیدل» ډیر وخت، کوم تاوان نه لري او نه هم روغتیا ته کوم ضرر رسوي.

کله چې موږ ځان وخوځوو یا حرکت وکړو، نو بیرته زموږ د بدن دغه اعضاوی په اصطلاح راویښیږي او په خپل عادي فعالیت پیل کوي. له دغه راز وضیعت سره کیدای شي چې لاسونه او یا د بدن کومه بله برخه هم مخامخ شي. معنې دا چې: که چیري هغوی یو څه زیات وخت ونه ښورول شي، نو «بیده» کیږي، خو کله چې بیرته حرکت ورکړو، هغوی بیرته فعاله کیږي او یا په اصطلاح «راوښیږي.»

 

خو پوښتنه دا ده چې د دې ډول بی حسۍ اصلی وجه څه ده؟

د بدن د دې ډول بید توب یا بې حسۍ عامل ډير وخت د هغه یو عصب یا رگ بندیدل دي چې د نامناسبه ناستې یا کښیناستلو له امله نه شي کولای چې اکسیجن او تغذوي مواد په صحیح ډول ولیږدوي: معنی دا چې د دغو حیاتي موادو انتقال په رگ کې بند پاتيږي. په طبي اصطلاح سړی وايي چې عصب د معلوماتو له لیږد څخه عاجز شوی دی. دغه معلومات چې د دغه بې حسه شوي عصب له لاري لیږدول کیږي د انسان مغز ته رسیږي. نو دا مغز دی چې موږ ته خبر راکوي چې دغه عصب له هغه فشار سره چې مخامخ شوی، وژغوری! تر هغو پورې چې د بدن دغه رگ بند پاته وي او تر فشار لاندي وي، نو انسان په اړوند عضو کې د بې حسۍ او یا بیدتوب احساس کوي.

 

په ځینو انسانانو کې د بې حسۍ ډېرښت

خو که چیري د یو چا لاسونه او پښې په خاصه توگه ډير ژر ژره بیده کیږي او د بې حسۍ احساس کوي او له حرکت څخه وروسته ډير په سختې سره یې دغه اعضاوي په خپل عادي فعالیت پیل کوي، نو لطفا دي یو ځل معالج ډاکتر ته مراجعه وکړي چې نه شي د دې ډول بې حسۍ تر شا کومه بله ناروغي پټه نه وي.

د بیلگې په توگه: د ملا د تیر یا د ستون فقرات د بندونو یا مهرو ناروغې، د «تصلب» یا د رگونو یا د وینو د عروقو د التهاب ناروغي چې په لاتین کې «Scleris» ورته وايي او یا «Polyneuropathy» ناروغي چې په ټولیزه توگه له عصبي سیستم سره تړاو لري. له دا ډول وراثتي ناروغۍ سره عصبونه په خاصه توگه د فشار له امله دير سخت حساس وي.