دا خوراکونه مو سترګې ښکلي کوي

سترګې د ښایست یو لوی اصل دی؛ شاعران چې تر ټولو زیات حسن خوښونکي او پېژندونکي ګڼل کیږي، تر هر څه زیات یې د انسان د وجود غړو کې سترګو ته زیات ارزښت ورکړی. ستا د تورو، تورو بلا سترګو بلا واخلمه ستا په تماشه کې را نه هېر وي، چې دا واخلمه سائلدلته به هغه عام خوراکونه درمعرفي کړو، چې د سترګو په ښکلي کولو کې مرسته درسره کوي. که مو دا خوراکونه زیات وکړل او سترګې یې درښکلې کړي، نو ممکن ستاسې سترګو ته هم څوک شاعري وکړي:

پالک

پالک له اوسپنه لرونکو موادو ډک سبزیجات دي، چې د نورو ښیګڼو ترڅنګ سترګو ته زیاته ګټه لري.

پالک د وجود پوستکي او نورو ډېرو شیانو ته هم ګټه لري، البته که کوم خاص تکلیف، چې پالک ورته تاوان لري، ولرئ نو بیا ښه ده چې زیات یې ونه خورئ.

ممپلي هم د سترګو د ښایست لپاره له ګټو ډک دي. دا ارزانه هم دي، پریمانه هم دي او که هرچېرته ځئ اخیستی او خوړلی یې شئ. البته که پوستکي یې هرځای ونه غورځوئ، دا به مو ډېرښه کار کړی وي.

طبیعي شات

شات خورا ډېرې نورې ګټې هم لري، خو سترګو ته یې ګټه هم د یادولو وړ ده. خو ښه به دا وي، چې طبیعي او خالص شات وخورئ. دا شات سترګې روښانوي او ښکلا یې پیاوړې کوي.

زنجبیلد زنجبیل ډېرې نورې ګټې هم شته. دا یوناني ډوله مواد هم په وزن کمولو، هم د ځان درد په ختمولو او هم د هاضمې سیستم په پياوړتیا کې ونډه لري.

که یې له چایو سره وخورئ، یا یې تازه بڼه (ادرک) په کتغ کې وکاروئ، ډېره به درته ګټوره وي.

 

یو لوی خاصیت یې دا دی، چې د وینې جریان پياوړی کوي. له دې سره سترګو ته هم زیاته ګټه رسوي.

د غوا غوښه

د غوا غوښه هم زیات پروتین لري او هم نورې ښیګڼې، که د غوښې شوقيان یئ او د غوا غوښه درته خطرناکه نه وي، نو د سترګو د ښایست لپاره یې هم زیاته وخورئ.

ماهیان

ماهیان له مختلفو ګټورو موادو ډک خواړه دي. ګټې یې زیاتې او زیانونه یې کم دي.

که غواړئ چې د نورو ګټو ترڅنګ پرې خپلې سترګې هم ښکلي کړئ، نو په خوراک کې یې اضافه والی راولئ.

چرګ او د چرګې هګۍ

چرګ او د چرګ هګۍ د غوا له غوښې هم بهتره خواړه دي. د چرګ د غوښې زیانونه کم او ګټې زیاتې دي، چې یوه هم له هغو څخه د سترګو ښایسته ته ګټه رسول دي.

زیتون

زیتون زیاتې ګټې نورې هم لري، چې د هغو ترڅنګ یوه د پام وړ ګټه د سترګو روښانه ساتل او ښکلي کول دي.

د زیتون له دانو او غوړیو د کوم زیان وېره مه لرئ، ډاډه یې خورئ او ډېر یې خورئ.

پياز

تاسې به فکر کوئ، چې دا خو له سترګو اوښکې بهوي، نو ګټه یې ورته څه شوه؟ خو داسې نه ده، د اوښکو تاوان یې پرخپل ځای، ځینې خو لا هغه اوښکې هم سترګو ته ګټورې ګڼي او د پاکیدو وسیله یې یادوي، خو پياز په ټوله کې سترګو ته ګټه رسوي، خوړل یې په کار دي.

خام سبزیجات او مېوه

د خامو سبزیجاتو او مېوې کارولو ته یوازې د سترګو لپاره نه؛ چې د ډېرو نورو ګټو لپاره هم لومړیتوب ورکړئ. سترګو ته هم ګټه لري او په ښکلي کولو کې یې مهم نقش لري.