دا مينه بولئ، که دښمني؟

که دا مطلب ولولئ، پوه به شئ چې ځينې خلک ملامت نه دي چې مينه لېونتوب بولي او ځينې بيا ادعا کوي چې مينه داسې لیونتوب دی چې انسان له ماغزو خلاصوي.

یوه همداسې لیونۍ مینه په بریټانیا کې ده، هغه مینه چې خپل معشوق یې له ډېرې وېرې مجبور کړی چې زرهي واسکټ واغوندي.

مارټن ته به هره ورځ د ایمري په نوم یوه نجلۍ پر لاره په مخه ورتله او بله همدې نجلۍ زړه ورباندې وبايلود.

یوه ورځ ایمري مارټن ته ویلي، پرې مینه شوې، خو مارټن د بلې مینې خبره ور ته کړې ده.

له دې وروسته ایمري ژړلي، خو دا ژړا وروسته په کرکه بدله شوې او ګواښ یې کړی، که له دې سره واده او مینه و نه کړي، و به یې وژني.

له هماغې ورځې وروسته اوس مارټن بیچاره له زرهي واسکټ سره ګرځي او هره ورځ له دې وېرېږي چې هسې نه ایمري یې ووژني.

سرخط ورځپاڼه