دجګ تلي لرونکو بوټانو تاوانونه

جګ تلي لرونکي بوټه دښکلا له نګاه ښايسته دي دانسان قد جګ معلوموي ډيرو ته دا خوند ورکوي چی جګ بوټونه استعمال کړي خو جګ بوټونه دصحت له نګاه څخه تاواني هم دي .

نا مناسبه جګ تنګ او نري بوټونه چی د 5 سانتي متره په اندازه جګ وي دعادي دقدم وهلو مخنيوي کوي د 7 سانتي متره په اندازه جګ بوټونه دپښي پر هډوکو باندي 7 چنده فشار او وزن زياتوي .

جګ بوټوه د نارمل قدم وهلو مخه نيسي , د تلي پښو او وجود د شکل د خرابوالي سبب ګرځي , د پښو او د تلي د هډوکو دخرابيدو سبب ګرځي, د ملا , بندو او د عضلاتو د درد دپيداکيدو سبب ګرځي .

هغه ښځي چی د ملا , پښو دردونه ولري او همدارنگه د هډوکو ضعيف والي ولري د جګ تلي لرونکو بوټو استعمال ورته ډير تاواني دي .

هغه ښځي چه د اوږده وخت لپاره جګ تلي لرنکي بوټونه استعمال کوي لکه ماموريني ښځي ,استاداني, معليماني… چي دوي اکثره جګ تلي لرونکي بوټونه استعمال کوي تر دفتره يا د هدف تر ځايه دي تگ راتگ په عادي نارمل بوټوکي کوی ځکه په جګ تلي لرنکي بوټانو کي مزل يا لاره طي کول تاواني دي کوښښ بايد وسي چي د امکان تر حده د جګ بوټو څخه لږ استفاده وسي

هغه ښځي چه دجګ بوټو څخه لږ استفاده کوي او کله کله يي استفاده کوي لکه په ښاديو او د خوشحاليو په مراسمو کي دهغوي لپاره يي تاوان هم لږ دي ځکه دلږو خت لپاره پر تلي , دهډکو پر بندو, پر هډوکو او عضلاتو فشار راتلل تکرار په لنډ وخت کي خپل اصلي حالت ته ځان راګرځوي ډير يي نه تاواني کوي.مننه