ددغه ویټامن کمي مو د نیمه سردردۍ لامل کیږي

لکه څنګه چې مونږ ټول پوهیږو نیمه سردردي له ټولې سردردۍ سره توپیر لري او په دې حالت کې د قۍ راتلل او د سر تاویدو شکایت کیږي، دغه راز شور او رڼا هم پر انسان بده لګیږي.

د نیمه سردردۍ کوم ته چې په طبي اصطلاح (Migraine) ویل کیږي ګڼ شمېر لاملونه لري چې ځينې یې ذهني فشار، خپګان یا اندیښنه او د خوب نشتوالی دی.

ددې ستونزې څخه د خلاصون لپاره وګړي درد وژونکي درمل یا ګولۍ استعمالوي، خو ځینې خلک د ځانګړو لارښوونو په مرسته هم ددې ستونزې څخه د ارام په لټه کې وي.

مګر اوس یوې نوې څيړنې په ډاګه کړې چې د میګرین یا نیمه سردردي بدن کې د ځانګړو ویټامینونو له کبله هم رامنځته کیدلی شي.

ویټامن ډي D کمښت هم د نیمه سردردۍ لامل کیږي

وروستۍ څيړنې ښيي چې د ويټامن ډي کمښت د Riboflavin (دا یو ډل ویټامن دي چې د ودې او عمومي روغتیا لپاره اړین دي) او کوینزیم کیو ۱۰ سره یو ځای د نیمه سردردۍ د رامنځته کېدو لامل کیږي.

په امریکا کې د سنسناټي ماشومانو روغتون او طبي مرکز مشر له لورې په ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي چې د نیمه سردردۍ او ویټامن ډي ترمنځ اړیکه شتون لري چې په کمښت سره یې انسان په نیمه سردردۍ اخته کیدلای شي.

د نیمه سردردۍ مخنیوي لپاره څه کول په کار دي؟

که د نیمه سردردۍ په مخنیوي کې درمل یا نورې لارښوونې کار ورنکړي نو په لاندنیو نسخو عمل وکړئ، دا کولی شي تر ډيرې اندازې ارام درکړي:

لومړی باید هغه څه وکړل شي چې بدن ته پرې په پراخه کچه ویټامن ډي ترلاسه شي.

تیل استعمال کړئ

د «لیونډر» تیل د ذهني فشار، تشویش او د سر درد لپاره بې اندازې زیات ګټور ثابتیږي، په دغو تیلو سر غوړ کړئ او ښه مالش ورکړئ.

سونډ/ادرک/زنجبیل

ادرک په خوړو او چای کې استعمال کړئ، د ادرک چای د نیمه سر دردۍ لپاره تر ډیره ګټور ثابتیږي، دا پر انسان ناوړه اغیزې هم نه لري.

مالش

د نیمه سردردۍ پرمهال مو غاړه، او اوږې په سمه ډول مالش او مساج کړئ، په دې سره مو سره ته د وینې جریان ښه کیږي او تر ډيره ارام درکولی شي.