۱- د دوزخ د اور توروالی د تورې شپې په شان دی.
الترغیب والترهیب!
۲- د دوزخ د دیوالونو پلنوالی د (۴۰) کلونو دتللو مزل په اندازه دی.
ترمذی.
۳- دوزخ (۷) دروازې لري.
سورة الحجر.
۴- د دوزخ د اور حرارت او ګرموالی (۷۰) درجې د دنیا له اور څخه زیات دی.
مشکوة شریف.
۵- د دوزخ د سیځلو مواد انسانان او تیږې دي.
سورة البقره.
۶- دوزخ (۷) طبقې دی.
سورة الحجر.
۷- د دوزخ څوکیداران (۱۹) ملائیکې دی.
سورة المدثر.
۸- د دوزخ لړمان د دنیا د اوښانو په اندازه غټ دی.
سنن احمد.
۹- د دوزخ دمار اوږدوالی د (۴۰) شپو او ورځو د مزل په اندازه دی.
سنن احمد.
۱۰- د دوزخ نهرونه د (نهر الغوطه،طینة الخبال) په نامه یادیږي.
مشکوة شریف.
۱۱- د دوزخ غر د (صعود) په نامه دی.
ترمذي.
۱۲- د دوزخ جامي دقطران په نامه دي.
سورة ابراهیم.
۱۳- د دوزخ اوبه د (ماء صدید، مهل او حمیم) په نامه يادیږي.
سورة محمد او کهف.
۱۴- د دوزخ خوراک د زقوم او غیلین په نامه دي.
سورة دُخان.
۱۵- د دوزخ اواز د (هل من مزید) په نامه ده.
یعنی..ایاشته نور ګناهګاران چه راویی غورځوۍ؟
سورة ق.
۱۶- د دوزخ کنده د (ویل) یعنی هلاکت په نامه ده.
ترمذی.
۱۷- د دوزخ محبس د (بولس) په نامه ده.
ترمذی.
۱۸- د دوزخ څوکیداران دمالک او خازن په نامه دی.
سورة مومن.
۱۹- د دوزخ ناو د (هب هب )په نامه ده.
طبرانی او حاکم.
۲۰- د دوزخ ساه دوه ځلې ده یعنی یو ځلې په سخته یخنې موسم کې او بل ځلې په سخته ګرمې موسم کې.
متفق علیه.
۲۱- په دوزخ کې مرګ نه راځي او عذاب به ورته هم نه کمیږی.
سورة فاطر.
۲۲- د دوزخ د عذاب اندازه دومره لویه ده چې دوزخي به دوزخ ته د ننوتلو سره ددنیا تول لذتونه هیرکړي.
مشکوة شریف.
۲۳- د دوزخ د ګورز (ولهم مقامع من حدید) وزن دومره ډیر دی چې د دنیا ټول انسانان او پیریان به هغه پورته نشي کړی.
مسند احمد.
۲۴- د دوزخ د ځنځیر اوږدوالی د (۴۰) کلنو د مزل په اندازه دی.
ترمذی.
۲۵- دوزخ ته د تلونکو کسانو شمیر په هرو (۱۰۰۰) تنو کی (۹۹۹) تنه دی او پاتی یو کس به جنت ته ځی.
متفق علیه.
۲۶- د دوزخي يو غاښ به داحد د غره په څیر غټ وی.
مشکوة شریف.
۲۷- د دوزخی چیغې او نعرې به د زحیر او شهیق (دخر داول او اخیر اواز) په ځیر وی.
سورة هود.
۲۸- د دوزخې اوښکې به دهغې په مخ ویالې جوړې کړي.
الترغیب والترهیب.
۲۹- د دوزخي بد شکل به دتورې شپې په څیر وي او پردی به پري غوړیدلې وی.
سورة یونس.
۳۰- د دوزخیانو د بدن د دواړو اوږو ترمنځ فاصله به د دریو ورځو دمزل په اندازه وي او د ناستې ځای به یی دمکی او مدینی ترمنځ دلارې داوږدوالې په اندازه وي .
ترمذی.
۳۱- د دوزخیانو ژبه به یو فرسخ او یا دوه فرسخه وي.
ترمذي.
۳۲- دوزخي به په یوه ورځ کې (۷۰۰۰۰) ځلی په دوزخ کې سوځیږی.
تفسیر ابن کثیر.
۳۳- د دوزخي مخ به تور او سترکې به یی شنې وي.
تفسیر ابن کثیر.
۳۴- د دوزخ کوهې دجُب الحزن (دغم کوهې) په نامه یادیږي.
ترمذی.
۳۵- د دوزخي د غوږ دپوستکي او اوږو تر منځ فاصله (۷۰) کلونو د مزل په اندازه ده چې په هغه کې به دوینې او (نَو) ویالې روانی وي.
رواه احمد والحاکم