دسترخوان څنګه ښکلی کړو؟

د دې لپاره چې موږ ښکلی دسترخوان او اشتها را وړونکي خواړه ولرو، باید د هغو ښایست او خوندورتوب ته ځير شو، ځکه له ښکلي دسترخوان سره نه یوازې دا چې د خلکو اشتها زیاتېږي، بلکې ټول اړ کېږي چې ستاینه یې هم وکړي.

ښکلی دسترخوان يو لوی هنر دی چې هره یوه تکړه مېرمن یې باید ولري، که هر څومره ښه پخلی وي، خو له ښایست پرته بشپړ نه بلل کېږي.

موږ کولای شو په ډېرو ساده وسایلو، کم وخت او توجه سبزي او مېوې په ښکلو شکلونو جوړي کړو، څو پخلی مو ښکلی کړي، مثلاً کله چې چرګ سور کړو او په غوري کې یې کېږدو دومره ښکلی نه ښکارېږي، خو که یو څو الغې رومیان، چپس، څو پاڼې ګشنیز، نعنا، کاهو او یا کرم ورسره کېږدو، ځانګړې ښکلا پیدا کوي. اوس موږ تاسې ته په دې اړه څو خبرې لیکو چې ستاسو د دسترخوان ښکلا یو په دوه ورسره زیاتېږي.

***

لومړی؛

څو شنه پياز او څه سرې ملۍ پاکې کړئ، شنه پياز چې اوږدوالی یې څلور یا پينځه سانتي وي په چاړه څلور یا شپږ ځایه کړئ، خو پرې کوئ یې مه. سرې ملۍ هم د ګل جوړي کړې یا یې داسې څلور ځایه کړئ چې سزه بېلې نه‌شي، وروسته ملۍ له پیازو سره یو ځای په یخو اوبو کې د نیم ساعت لپاره واچوئ، بیا يوه غټه جوش کړې پټاټه سپينه کړئ د غوري په منځ کې يې کېږدئ، پياز او ملۍ د غاښ‌ټومبونو په خليو وپېياست، يانې لومړۍ بیا پيازه په خاشه وپېياست، کرم يا کاوهو ميده کړئ او د ګل په ډول يې د دسترخوان په منځ کې کېږدئ.

دويم؛

له ګازرو کولای شو ډېر ښکلي شکلونه جوړ کړو، تورې او زېړې ګازرې ګردې ګردې رېزه کړئ د غوري پر ژيو يې باندې يوه توره يو ژېړه کېږدئ، څو د غوري څنډې پرې رنګينې شي، له ګازرو د خلال په ډول د سلاتې لپاره کار ترې اخيستلای شئ، يوه ګازره د دريو يا څلورو سانتيو په اندازه پرې کړئ او شاوخوا يې چاک چاک کړئ، همدارنګه د ګازرو الغې په دغو چاکونو کې ټينګې کړئ، دا له کباب او سور کړي چرګ سره ډېر ښکلي ښکارېږي.

درېيم؛

يو شين بل سور خوږ مرچک که ژېړ يا نارنجي رنګه وي بېخې ښه ښکاري دغه مرچک نازک الغې الغې کړئ وروسته يې په يخو اوبو کې واچوئ؛ نو هر هغه خواړه چې غواړئ تاسې يې پرې ښایسته کړئ د هغو شاوخوا يوه شنه يوه سره يوه ژېړه الغه کېږدئ او د خپلو خوړو خوند او ښکلا لا پرې ډېر کړئ.

کاپي…