دسګریټ پریښودلو ترټولو اسانه لار!

نوې څېړنې ښودلې ده، چې درومي جوس په بدن کې په طبیعي توګ دنیکوټین ځای نیولې شي،دکرنیزو څېړنو متخصص ډاکتر محمد سید مسعود وايي :

که پر سګرټو روږدی کس پنځلس ورځې پرلپسې توګه نیم کیلاس درومي جوس وڅښي په ډېره اسانۍ کولای شي،چې له سګرټو لاس واخلي ځکه رومي پریمانه نیکوټین لري،چې وینې ته ننوځي او بدن مړیږي اودسګریټو دمضر نیکوټین ځای نیولې شي.

درومي له جوس وړاندې باید سړی له سګریټو لاس اخستې وي، که دواړه وکارول شي دګټې پر ځای زیان رامنځته کوي، او سړی هڅوي،چې ډېر سګرټ وکاروي.

هره ورځ باید له نیمايي ګیلاس څخه ډېر جوس ونه څښل شي، کېدای شي دځینو کسانو په ګردو کې دتیږو درامنځته کېدو لامل وګرځي.