دشوال دمیاشتې شپږ (٦) روژې

 

دنوروسنتواومستحبوروژودفضیلت ترڅنګ په مبارکو احادیثو کي دشوال دمیاشتې دشپږو(٦) روژو نیولو د فضیلت په اړه هم احادیث ذکر سوي دي چې په لنډه توګه به یې درته بیان کړو:

دشوال دمیاشتې دشپږوروژو نيولو فضيلت:

(١) عَنْ ثَوْبَانَ مَوْلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : ” مَنْ صَامَ سِتَّةَ أَيَّامٍ بَعْدَ الْفِطْرِ كَانَ تَمَامَ السَّنَةِ، { مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا } “.(رواه ابن ماجه)

ژباړه: د حضرت ثوبان”رضي الله عنه”څخه روایت دئ،چې رسول الله”صلی الله علیه وسلم”وفرمایل:چاچې دکوچني اختر د ورځې وروسته شپږ روژې ونیولې، نو دټول کال دروژې نیولوپه څېردي،(ځکه الله عزوجل فرمايي) چاچې یوه نیکي وکړه،الله سبحانه وتعالی به یې په بدل کي لس نیکۍ ورکړي.

يو کال تقریباً (۳۶۰)ورځې دئ،دیرش ورځې درمضان دمیاشتې روژه ده چې په لس کي ضرب سي(۳۰۰)کیږي،اوشپږروژې دشوال دمیاشتې دي،چې په لس کي ضرب سي(۶۰)کیږي،ټول (۳۶۰)سوې،نودشوال دمیاشتې روژې نیول ددې سبب ګرځي چې دټول کال دروژې نیولوثواب لاسته راوړئ.

(٢)  عَنْ أَبِي أَيُّوبَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ صَامَ رَمَضَانَ ثُمَّ أَتْبَعَهُ بِسِتٍّ مِنْ شَوَّالٍ كَانَ كَصَوْمِ الدَّهْرِ “.(رواه ابن ماجه،وابوداود،ومسلم،والترمذي وقال الترمذي:هذاحدیث حسن صحیح).

ژباړه:د ابوایّوب انصاري”رضي الله عنه”څخه روايت دئ چې رسول الله”صلی الله علیه وسلم”وفرمايل:چاچې دروژې دمیاشتې روژه ونیول،ورپسې یې دشوال دمیاشتې شپږروژې ونیولې،نوټول عمردروژېنیولوپه څیردي.

داچې څه ډول دټول عمردروژونیولوپه څېردي،مخکي یې بیان تېرسو.

مسئله:

دکوچني اختردلومړی ورځې څخه وروسته بیادمیاشتې تراخیره پوري اختیاردئ،که يې دمیاشتې په سرکي نیسي اوکه یې په منځ اویاهم دمیاشتې په وروستۍ برخه کي نیسي،پرله پسې اوکه یې بېلي بېلي نیسي. (موسوعة فتح الملهم،شرح صحیح المسلم،للشیخ شبیراحمدالعثماني)