دغاښو کرم استعمال هغه ځایو نه چې تر اوسه به مو نوي اوریدلي

د غاښو کریم نن سبا د کور له اساسي ضرورتونو څخه دي او په هر کور کې موجود وي. خو ایا کله مو په دې اړه فکر کړی چې پرته د غاښونو د صفا کولو، په نورو مواردو کې ترې هم ګټه اخیستل کیدی شي؟ او ایا فکر کوئ چې په ځيني بیړنیو (ایمرجنسي) حالاتو کې ډیر ګټور پریوزي؟

تاسو کولی شئ چې د غاښو له کریم څخه په لاندې نورو مواردو کې استفاده وکړئ:

۱- د حشراتو له چیچلو وروسته د درد او خارښ د کمولو لپاره.

۲- که په اور سره د بدن کومه برخه لږ سوزیدلې وي، د غاښو کریم یې سوی او درد آراموي.

۳- د نوکانو په پاکولو، سپینولو او ښایسته کولو کې هم ترې کټ مټ داسې ګټه اخیستل کیدی شي لکه د غاښو په پاکولو او سپینولو کې.

۴- کله ناکله په جامو، فرش، قالینې او بوټانو سخت داغونه او رټې پیدا کیږي چې په عادي طریقه پریمنځلو سره له منځه نه ځي. خو که لږ د غاښو کریم پرې واچول شي او په د اوبو په مرسته وموږل شي او بیا پریمنځل شي، داغونه او رټې به له مینځه ولاړې شي.

۵- نقرې (سپینو زرو) ته د ځلا او جلا ورکولو په موخه ترې هم استفاده کیږي.

۶- هغه کرښې او خطونه چې ماشومانو په دیوالونو کښلي وي، له مینځه وړل یې ډیر مشکل وي. چې اسانه حل لاره یې د غاښو کریم دي، یوه اندازه کریم په لامده ټوکره واچوئ او په دیوال کښکل شوې کرښې او خطونه پرې له مینځه یوسئ.

۷- د غاښو له کریم څخه د ریګمال ګټه هم اخیستل کیږي، او له اوسپنې څخه زنګ له مینځه وړي.

۸- د ماشومانو له چوشک څخه د شیدو بوی ورکوي. که د ماشومانو په چوشک کې شیدې تر ډیرې مودې پاتې شي، یو ډول بوی ترې پورته کیږي، ددغه بوی د له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه لار دا ده چې د غاښو په کریم پریمنځل شي.

۹- تاسو به کله پیاز یا هوګه میده کړي وي، او یا به مو ماهي یا دې ته ورته نور بوی لرونکي شیان په لاس کې اخیستي وي، چې بوی یې آن په صابون هم نه ورکیږي. خو که د غاښونو په کریم لاسونه پریمنځل شي سمدستي به دغه بوی له مینځه ولاړ شي.