دغــرمې خــوب!

څېړنه: د غرمې خوب ذهن ښه کوي او د خطرناکو ناروغيو مخه نيسي.
د غرمې پر مهال لږ خوب کول قيلوله بلل کېږي.
دغه خوب نبوي سنت دی.
اوسنۍ برېتانوۍ څېړنه وايي “د ماسپښين پر مهال يوه اندازه خوب، د انساني، ذهني صلاحيتونه ښه کوي“.
د انګلستان په ليډز پوهنتون کې يوه نوې ترسره شوې څېړنه وايي “د ماسپښين پر مهال ډېری خلک پر خپل کار لګيا وي، په داسې حال کې چې دغه وخت کې تمرکز نشي کولای او د ذهن تخليقي ځواک هم کمزوری کېږي. څېړنه زياتوي چې دغه وخت کې خوب ډېر ګټور دی“.
د ياد پوهنتون څېړنه وايي “د ماسپښين پر مهال ۲۰ دقيقې خوب د ذهن تخليقي صلاحيتونه پر مخ بيايي او د ماسپښين خوب د ذهن د قوت تر څنګ د زړه ناروغۍ او ډېپرېشن ته هم ګټور دی“.
د انګلستان د ليډز پوهنتون دغه څېړنه کې تر درې لکو ډېرو کسانو برخه اخيستې وه. د څېړنې په پايله کې د ماسپښين پر مهال پر خوب ټينګار شوی دی. د يادونې وړ ده چې دغه خوب په عربي کې قيلوله بلل کېږي او محمد صلی اللَّه عليه وسلم هم پرې ټينګار کړی.