دغه برګر څوک نه‌ شي خوړلای

 

تاسې به د ګران بیه خوراکونو په اړه ډېر اورېدلې وي، خو په جاپان کې یو مشهور پخوونکي یا اشپز پېټرک شیماډا یو داسې برګر جوړ کړی چې قیمت يې ۷۰۰ برېټانوي پونډه یا شاوخوا ۱۳۰ زره پاکستانۍ کلدارې دی.

دا ډول برګر د جاپان ټوکیو په روپونګي سیمه کې یو لوی پلورنځي کې د جون میاشتې تر وروستیو پورې پخېږي چې پکې د جاپان له ګران بیه غوایانو او د هيلۍ د ځیګر غوښه کارول کېږي. د دې تر څنګ ورسره سلاد، رومیان، پیاز او نور بېلابېل خواړه اغږل شوي دي.

دا یو کیلو وزن لرونکی برګر ۱۰ انچه اوږدوالی او ۶ انچه پلنوالی لري چې د جاپان وعلی عهد شهرزاده ناروهیټو د تاج پر سر کولو مراسمو پر مهال تیار شوی و.

سرخط…..