دغه خواړه مو ارامه خوب ته نه پریږدي

له ویده کیدو وړاندې خواړه خوړل په انسان کې د اضافي وزن زیاتیدو لامل ګرځي او د ارامه خوب تر ټولو ستر دښمن ګڼل کیږي.

ځینې خواړه بیا په ځانګړي ډول د انسان خوب کولو سیستم ته زیان رسوي. دلته مو له هغو خواړو سره اشنا کوو چې د ارامه خوب تر ټولو ستر دښمن ګڼل کیږي. هیره دې نه وي چې دغه خواړه بې شمیره ګټې لري خو ارامه خوب کولو لپاره باید یوازې له ویده کیدو وړاندې استعمال نشي.

سوډا (Soda): سوډا په ټول طبیعت کې تر ټولو زیات تیزابي خاصیت لري. د سوډا تیزابي خاصیت د انسان په معده فشار زیاتوي چې له امله يي انسان ارامه خوب نشي کولی.

غوړ لرونکي خواړه: ځینې خواړه لکه کلچې، برګر، چپس او ځینې نور چې زیاته اندازه غوړ لري د انسان په بدن کې ځینې والونو بندولو سره انسان ارامه خوب ته نه پریږدي. زیاته اندازه غوړ لرونکي خواړه انسان په دوامداره توګه تږی کوي چې له دې سره د انسان خوب خرابیږي.

چاکلیټ: چاکلیټ په بدن کې اضافي وزن زیاتولو سربیره زیاته اندازه کیفین (Caffeine) او لږه اندازه تیوبروماین (Theo bromine) نومې مواد لري کوم چې نسبت نورو خوړو ته درې برابره د انسان خوب خرابوي.

پنیر: دغه خواړه هم زیاته اندازه غوړ لري چې اضافي وزن زیاتولو سربیره انسان ارامه خوب ته نه پریږدي.

ستروس: دغه خواړه هم تیزابي خاصیت لري. له ویده کیدو وړاندې هیڅکله د نارنج یا شنې مڼې اوبه مه استعمالوئ. د سرې مڼې اوبه استعمالول په خوب کوم اغیز نه لري.

قهوه: قهوه تیزابي خاصیت لرلو سربیره زیاته اندازه کیفین (Caffeine) لري کوم چې په خیټه کې د تیزاب جمع کولو تر ټولو ستر لامل ګڼل کیږي. که بیا هم غواړئ چې قهو وڅښئ نو داسې ډول يي انتخاب کړئ چې لږه اندازه کیفین ولري.

سرچینه:نن ټکی اسیا